کور / تازه خبرونه / ښوونکو ته د استوګني له پاره نمرې وېشل کېږي

ښوونکو ته د استوګني له پاره نمرې وېشل کېږي

د ۸۸۳ ښوونکو لپاره په ۳۴۳ جریبه ځمکه د ښوونکو په نوم د جوړېدونکي ښارګوټي د نمرو د ویش لړۍ پیل شوه.
د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې دغه نوی جوړېدونکی ښارګوټی چې په ۳۴۳ جریبه ځمکه کې سکیج شوی د یادې ولسوالۍ د پوهنې ریاست اړوند ښوونکو او مامورینو لپاره ځانګړی شوی چې په وړیا توګه ورته ویشل کیږي؛ چې په پورته ذکر شوي رقم کې ۷۹ ښځینه ښوونکې هم شاملې دي.
هغه مراسم چې په همدې موخه په قرغیو ولسوالۍ کې برابر شوي ول د لغمان ولایت پر مرستیال جمعیت الله حمیدي سر بیره د قرغیو ولسوال،د پوهنې ریس او یو شمیر ښوونکو برخه درلوده. د اوس لپاره په ۲۱ تنو تعرفې وویشل چې له دې جملې ۶ یې ښوونکې وې.
د یادونې ده چې دا مهال د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ټولو ښوونکو او مامورینو شمیر ۵۶۶۶ تنو ته رسیږي چې د دوی لپاره ۲۴۴۴ جریبه ځمکه په راتلونکي کې په پام کې نیول شوې تر څو د استوګنې کورونه په کې ودان کړي.