کور / تازه خبرونه / د پاکستان له همکارۍ شلېدونکي هيلي

د پاکستان له همکارۍ شلېدونکي هيلي

سرنوشت: د پاکستان له همکارۍ شلېدونکي هيلي
کابل چاپ ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیز او د پرویزمشرف د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې د سرتاج عزیز له قوله لیکلي، د افغان طالبانوپه وړاندې نه جنګېږوځکه د پاکستان ضد نه دي.

وړاندې په مطلب کې د ښاغلي عزیزپه حواله ویل شوي، ضروري نه ده هغه کسان چې د امریکا دښمنان دي، موږدې هم ورسره دښمني وکړو.

همدې ورځپانې لیکلي د سرتاج عزیزڅرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې رغول شوې اړیکې او باورزیانمنوي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان ناریښتینتوب ښيي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې د پاکستان د پخواني ولسمشرله قوله لیکلي په افغانستان کې د هند نفوذ د پاکستان لپاره ګواښ دی.

سرنوشت:

بلې خپلواکې ورځپاڼې سرنوشت لیکلي، د پاکستان له همکارۍ شلېدونکې هیلې او د دې هېواد د چارواکو زهرجنې څرګندونې.

همدې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د سرتاج عزیزاو مشرف وروستۍ څرګندونې ښيي، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل مشخص شرطونه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که امریکا ریښینې وای، نو اوس به یې پر پاکستان فشار راوړی وای چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

د لیکوال په باورپاکستان ته د ولسمشراشرف غني له سفر وروسته په وضعیت کې هېڅ مثبت بدلون نه ترسترګو کیږي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې په افغانستان کې چاودنې او وسله والې حملې په درزکې روانې دي او د پاکستاني سیاستوالو څرګندونې هم د پخوا په څیر زهرجنې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې خپله سرمقاله کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویزمشرف څرګندونو ته ځانګړې کړې چې په افغانستان کې د هند له نفوذه په ویره کې دی.

په سرمقاله کې یادونه شوې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره دوستي پالي او هندوستان د افغانستان پیاوړی تاریخي ګاوندی او دوست دی، چې دواړه هېوادونه په خپل منځ کې ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هندوستان له مرستو د زړه له تله مننه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي، چې له هندوستان سره یې د دوستۍ په مخ کې خنډونه راولاړکړي.

په پای کې ورځپانې لیکلي، د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیزڅرګندونې بې بنسټه دي.