کور / تازه خبرونه / دپېښور پرورسک سرک چاودنه شوې.

دپېښور پرورسک سرک چاودنه شوې.

پېښور:د بي بي سي د خبرله مخې د پیښورپر ورسک سرک کې د یوې چاودنې له امله دوه پوځيان وژل شوي او دوه ټپيان دي په پیښور کې یوه چارواکي شاکر اللہ بنګش وویل، ۴ پوځيان له پیښوره ورسک ته روان وو چې د دوی موټر له لېرې کنټرولېدونکي بم نښه شو.نوموړي وویل، چاودېدونکي توکي د سرک پر غاړې ولاړ یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او له سیمې د پوځیانو موټر د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.د پولیسو په وینا په دغه چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.د یوه عیني شاهد په وینا، په چاودنه کې موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.د پولیسو د چارواکو په وینا، داسې ښکاري چې په دغې چاودنې کې له ۵ تر ۴ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی وي دبي بي سي اردو څانگه وايي چې دپاکستان د طالبانودتحريک وياند محمد خراساني ديوايميل له لارې ددې چاودنې پړه منلې ده