کور / تازه خبرونه / کابينې ځنډ د ملي وحدت پر حکومت د خلکو اعتبار له منځه وړلی سي

کابينې ځنډ د ملي وحدت پر حکومت د خلکو اعتبار له منځه وړلی سي

کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د نوي حکومت د کابینې د جوړېدو په ځنډ باندې لیکنې او تبصرې کړي دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې د افغان ولسمشر د حقوقي سلاکار له قوله لیکلي؛ د کابینې جوړېدل د افغانستان لپاره د یو دایمي کاري سیسټم د رامنځته کېدو په خاطر ځنډیږي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي؛ په کابینه کې د یوشمېر ځای شویو کسانو په اړه معلومات ښيي چې دغه کسان نه وړاندې په خپلو کارونو کې ښه ځلېدلي او نه به راتلونکي کې وځليږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د کابینې په ځنډ کې عمده دلیل د هغو معیارونو په اساس د وړاشخاصو ګومارل دي چې د ولسمشر غني او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله له خوا پرې هوکړه شوې وه.

د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ د یوشمېر کسانو په اړه تر لاسه شوي وروستي معلومات په ډاګه کوي چې دغه معیارونه په مکمل ډول په پام کې نه نیول کېږي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی؛ “د ملي وحدت حکومت رهبران باید د کابینې په ټاکنه کې وطندوست، متخصص او وړ کسان په دندو وګماري”.

د انیس د سرمقالې لیکوال د کابینې ځنډ ته اندښمن دی او زیاتوي د کابینې ځنډ کولای شي؛ د ملي وحدت په حکومت باندې د خلکو اعتبار له منځه یوسي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر او اجراییوي رییس وړاندې له دې چې د لندن په غونډه کې ګډون وکړي؛ باید کابینه جوړ او له ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړي.

د لیکوال په باور، په دې سره به د ملي وحدت حکومت وکولای شي چې د افغانستان لپاره د نړیوالو ښې مرستې راجلب کړي او هم په حکومت باندې د نړیوالې ټولنې اعتماد ترلاسه کړي.

هېواد:

بلې دولتي ورځپانې هېواد لیکلي د سارک سرمشریزه د افغانستان لپاره مهم فرصت دی.

وړاندې په سرمقالې کې راغلي، د سارک غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لپاره خورا مهمه ده چې باید ورنه ګټه پورته کړي؛ ځکه د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ملاتړو له سیمه ییزو او نړیوال فشار پرته ناشونې ده، چې هغوی د دې پدیدې له روزنې لاس په سر شي.

ملي ارمان:

په پای کې ملي رامان ورځپاڼې لیکلي ولسمشر غني دې د تروریستانو پر وړاندې روښانه دریځ غوره کړي.