کور / تازه خبرونه / طالبان: ١٧ پوليس مو وژلي

طالبان: ١٧ پوليس مو وژلي

وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي په بغلان کي ئې د حکومتي ځواکونو سره جنګ کړى او هغوى ته ئې درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبان ليکي چي تېره ورځ ماپښين مهال د مرکزي بغلان اولسوالۍ ته حکومتي ځواکونه راغلي ول چي د دىو د حملې سره مخ سوي او اوولس عسکر ئې وژلي.
طالبان هم دا ډول ليکي چي په دې بريد کي ئې ٢٥ حکومتي ځواکونه ټپيان کړي دي. او همدا ډول د خپلو درو ملګرو د ټپي کېدو او يوه د وژل کېدو خبر ورکوي.
په دې اړه خپله افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.