کور / تازه خبرونه / قوماندانانو ، امنيتي حوزو امرينو ترفېع وکړه

قوماندانانو ، امنيتي حوزو امرينو ترفېع وکړه

د کورنيو چارو وزارت له لوري د کندهار د امنيه قومندان، د ولسواليو د قومندانانو او امنيتي حوزو د امرينو رتبې ترفیع سوې.
هغه غونډه چي د ملي پوليسو د مسوولينو د ترفيع په موخه نن غرمه په منډيګک ماڼۍ کي جوړه سوې وه، پکي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد حميد، امنيه قومندان عبدالرازق، د سوېلي زون د ايساف قومندانۍ مسوولينو، د ولسواليو قومندانانو او د حوزو امرينو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د کورنيو چارو وزارت له لوري د کندهار امنيه قومندان ته د لوی پاسوال رتبه ورکول سوه او داراز د ولسواليو او امنيتي حوزو امرينو ته د رتبو د ترفيع شعاعګاني ورکول سوې.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا امنيه قومندان او ټولو هغو امنيتي مسوولينو ته چي ترفيع يې کړې، مبارکي وويله او زياته يې کړه چي له دې ترفيع سره نه يوازي د دوی مقام لوړ سو، بلکي مسووليتونه يې لازيات سول. ويسا وويل تاسي بايد تر دې وروسته نور هم خپلو دندو ته وفادار او د خلکو په خدمت کي واوسئ. دا ډېر د خوښۍ ځای دی چي نن ورځ افغانان د نورو هيوادونو غوندي اردو، پوليس او نور امنيتي ځواکونه لري.
د کندهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق ژمنه وکړه چي له دې ترفيع سره به نور هم خپلو مسووليتونو ته پاملرنه کوي او د امنيت په تامين کي به هيڅ ډول هڅي ونه سپموي. د هغه په خبره چي د خلکو د حقوقو تامين او د ظالمانو لاسونه غوڅول د پوليسو اساسي دندي دي. رازق زياته کړه ټول هغه ځوانان چي غواړي هيواد ته خدمت وکړي، کولای سي د پوليسو ليکو ته راسي. هغه وويل پوليس د پخوا په پرتله ډېر مسلکي مجهز سوي دي. نوموړي هيله وښوده چي د پوليسو ټول مسوولين خپلو وظايفو ته متوجه سي.