کور / خبرتیا او پيغامونه / د عبدالحميد خان پر مړيني د کندهار والي پيغام

د عبدالحميد خان پر مړيني د کندهار والي پيغام

د حاجي عبدالحميدخان کرزي پر مړيني د کندهار سرپرست والي د خواشينۍ پیغام
په خواشينۍ سره خبر سوم چي حاجي عبدالحميد خان کرزی د ۸۹ کلونو په عمر د زړه د ورپېښي ناروغۍ له امله نن له دې نړۍ څخه وکوچېد. انا لله وانا اليه راجعون
حاجي عبدالحميد خان کرزی مشهور په سرمعلم صاحب، د جرنېل حاجي اميرمحمد خان پوپلزي زوی وو. ارواښاد په ۱۳۰۴ کال کي په کرز کي زېږېدلی وو او په ۱۳۲۲ کال کي د احمدشاه بابا عالي لېسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ او وروسته تر هغه يې د معلمۍ دنده پر غاړه واخيسته.
نوموړي په کرز، ذاکرشريف، تيمورشاهي او ظاهرشاهي ښوونځيو کي د معلمۍ او سرمعلمۍ دندي اجرا کړي دي. وروسته د کورنيو چارو وزارت په غوښتنه په دغه وزارت کي د اروزګان د احصايې د مدير په توګه وټاکل سو.
تر دې وروسته د هلمند د ناوه بارکزی ولسوال وټاکل سو. تر هغه وروسته په فراه کي د بکوا، بيا د قلعه کا د ولسوال په توګه مقرر سو. تر هغه وروسته په بادغيس ولايت کي د غورماچ ولسوال وټاکل سو. ارواښاد داراز د هلمند د ګرشک ښاروال هم پاته سوی دی.
نوموړی تر انقلاب وروسته پاکستان ته مهاجر سو او څو کلونه هلته پاته وو. ارواښاد شاعري هم کوله او دا مهال ورڅخه د جهاد ننداره په نوم د شعرونو مجموعه پاته سوه. له مرحوم څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي ټول د ماسټرۍ تر کچي زده کړي لري.
کندهار ولايت مقام ارواښاد عبدالحميد خان کرزي ته د فردوس جنت، دوستانو او اهل بيت ته د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه او ژور غم کي ځان شريک ګڼي او کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي