کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيکي پېښه کي ٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

په يوه ترافيکي پېښه کي ٧ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د کابل جلال اباد په لویه لاره د یوې ترافیکي پیښې له امله د یوې کورنۍ اوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى .
تیر ماښام د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مشالې کمر په سیمه کې دکابل جلال اباد په لویه یو کرولا موټر چې د چلونکي د بې پامۍ له وجې د یو دوکان سره جنګیدلی د یوې کورنۍ اوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى. چې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي ول.
په وژل سوو کې یوه میرمن، دوه پیغلې انجونې، دوه کوچنیان، او دوه نارینه شامل دي چې له کابله د ننګرهار په لور روان ول.