کور / تازه خبرونه / د امریکا د پوځي ماموریت تمدید په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

د امریکا د پوځي ماموریت تمدید په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼوکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د امریکا د پوځي ماموریت د تمدید او په دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه لیکنې کړي دي.

– ویسا ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د تمدید په اړه د ملي شورا د غړیو نظر راخیستی چې د امریکا دا کار یې د جګړې د نوي فصل پيل او د امنیتي تړون او اساسي قانون خلاف بللی دی.

په مطلب کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله راغلي چې، د ولسمشر اوباما د دې امرله مخې به امریکایې جیټ او بې پيلوټه الوتکې لږترلږه د یوه بل کال لپاره د افغان او امریکایې ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

– سرنوشت بیا په خپله سرمقاله کې پرهمدې موضوع لیکلي چې، په افغانستان کې د امریکا له خوا د جګړې دوام د امنیتي تړون او شیکاګو کنفرانس د هغه توافق خلاف عمل دی چې له مخې یې امریکایې ځواکونه به تر روان کال وروسته په افغانستان کې یوازې د روزنې ماموریت پر مخ وړي.

– محور ازادې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په افغانستان کې پر وروستیو نا امنیو د ملګروملتونو د اندیښنې په اړه یو مطلب لیکلی دی.

په مطلب کې د ملګروملتونوله لوري هغې اعلامیې ته اشاره شوې چې په کې د دغه سازمان یو شمېرغړیو هېوادونو په افغاستان کې پر وروستیو نا امنیو اندیښنه څرګنده کړې او د افغانستان له حکومت او خلکو سره یې د خپلو دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې، د ملګروملتونو د عمومي غونډې له لوري په خپرې شوې مسودې کې د دغه سازمان له غړیو هېوادونو غوښتل شوي چې ترهګرو ډلو ته د خوندي ځای د برابرولو او اقتصادي همکاریو ډډه وکړي.

خو په مطلب کې په ځانګړي توګه دا یادونه نه ده شوې چې کوم هېواد په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره اقتصادي همکاري کوي او یا هغوي ته خوندي ځایونه برابروي.

-په پای کې ویسا په ملګروملتونوکې د پاکستان د دایمي استازي د څرګندونو په اړه لیکي چې وایي، له دې وروسته د ښه او بد وسله وال خبره له پاکستان سره مطرح نه ده.

په مطلب کې د ملګروملتوو لپاره د پاکستان د دایمي استازي مسعود خان څرګندونې نقل شوي چې وایې، افغانستان او پاکستان به په ګډه او پیاوړې ارادې د ترهګری او نورو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په داسي حال کې چې د همدې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې د سلګونه وسله والو پرونۍ حملې ته هم اشاره شوې چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ او پکې د چارواکو په خبره لس وسله وال او دوه امنیتي سرتیري ووژل شول.