کور / تازه خبرونه / دوه قاچاقبر ونيول سول

دوه قاچاقبر ونيول سول

ملي پوليسو د کندهار په هوايي ډګر کي دوه تنه قاچاقبر چي د کيپسولونو له لاري يې هيروين انتقالول، ونيول.
له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو دوې ورځي وړاندي دوه تنه قاچاقبر ونيول. يادو کسانو ۱۲۵۰ ګرامه هيروين کيپسولونو ته اچولي وو او کيپسولونه يې خوړلي وو. دوی غوښتل چي د ګيډي له لاري ياده اندازه هيروين له کندهار څخه هندوستان ته انتقال کړي، چي د پوليسو د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ونيول سول. دغه دوه تنه دا مهال له پوليسو سره بنديان او تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي.
بل خوا د کندهار د ۸ امنيتي حوزې په مربوطاتو کي ملي پوليسو تېره ورځ سهار مهال يو د وسايطو ضد ماين کشف او شنډ کړ.
داراز ملي پوليسو تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ په کلان کېچه سيمه کي يو ماين کشف او شنډ کړ.
تېره ورځ ملي پوليسو د ژېړۍ ولسوالۍ په ماکوان سيمه کي يو ماين کشف او شنډ کړ.
بل خوا ټرافيک پوليسو د تېري ورځي عوايد چي له غیرقانوني موټرچلوونکو څخه يې ترلاسه کړي، د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړل. د تېري ورځي عوايد ۵۳۴۶۰ افغانۍ وې، چي افغانستان بانک ته تحويل سوې.