کور / تازه خبرونه / زابلیانو دشهید وحیدالله احمدي فاتحه واخیستل

زابلیانو دشهید وحیدالله احمدي فاتحه واخیستل

نن دیکشنبې په ورځ دزابل ولایت دښاروالی دغونډو په تالارکې دزابل دسرپرست والي محمداشرف ناصري، امنیه قوموماندان،دملي امنیت رئیس،دولایتی شورا رئیس او استازو،قومی مشرانو،دیني عالمانو،کلات ښاریانو، مدني فعالانو ژورنالستانو او دولتی چارواکو دشهید وحیدالله احمدي دفاتحی مراسم ترسره کړل.
ددې مراسیمو پرمهال دزابل سرپرست والي، جهادي شخصیتونو، دیني عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو لمړی په شهید وحیدالله احمدی پسي دقران عظیم شان ختم وکړ او وروسته يې دهغه روح ته دوعاګانی وکړې او هغه ئې دپوهنې بهیر اتل یاد کړ او غوښتنه يې وکړل چې نورباید ټول دپردیو دسیسو او ورور وژنې په وړاندي سره یوشي.
په زابل کي دشهید وحیدالله احمدی دفاتحې مراسیم پداسې حال کې ترسره شول چې څوورځي وړاندي دکندهار مرستیال والي پتیال دفاتحې مراسیم هم دزابلیانو لخوا په یولړ خاصو مراسیمو کې ترسره شول.