کور / خبرتیا او پيغامونه / د پکتيکا پر پېښه د کندهار والي پيغام

د پکتيکا پر پېښه د کندهار والي پيغام

په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو د پکتيکا ولايت په يحیی خېلو ولسوالۍ کي ٥٠ تنه پکتيکاوال وروڼه شهيدان او ٦٠ تنه ټپيان کړل. انالله وانا اليه راجعون
د هېواد او ملت دښمنانو بيا پخپل دې ناوړه عمل په ډاګه کړه چي دوى اصلاً له افغانانو سره دښمني لري. د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي دي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.
زه دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.
کندهار ولايت مقام شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي او ټپيانو ته د عاجلي شفاء او دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه لري.