کور / هراړخیز / د First in اتلسم څپركی ( پنجشيري ډوله لباس اغوستل )

د First in اتلسم څپركی ( پنجشيري ډوله لباس اغوستل )

ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )

راتلونكي څوورځې مودمختلفوادارو پركارونوډكې وې ،له نوي چاپيريال سره مودبلديدولپاره جګې اوټيټې تيرولې ،زه ترلادېمهاله پورې هم دلاندينيوكلموپه هغه مشكل اخته وم چې په لومړيوورځوكې راته پيدشوى ؤ،زمابدن لدې مشكل اوله ارتفاع سره دبلديدوله امله داوبوله كمښت سره مخ شو،ماستونزه اوكمزوري احساسوله خودوخت په تېريدوسره ښه كيدم ،خودپاپي دمعدې دګېس ستونزه لاپسې زياتيدله ،دګروپ له غړيوڅخه يوازې  زه وم چې روغتيايي ستونزه مې درلوده ،زمادناروغۍ دپړاؤدغه حالت سره لدې چې پرهيزمې هم كاوۀ بياهم فوق العاده ؤ.

دهغې هيلې اوهمكارۍ په خاطرچې شمالي ټلوالې زموږدګروپ راتګ ته ګرم هركلى ووايه ،په درۀ كې دګروپ له شتۀ والي څخه دځايي خلكودخبريدا له امله دشمالي ټلوالې دمشرانواندېښنې هم راوپاريدې .

دپنځمې ورځې په سهار جان محمددنويوجاموله غټې دلۍ سره راغى او ويې ويل چې دګروپ دغړوپه خاطريې داجامې رانيولي دي ،هغه په خوښۍ سره وويل چې انجينرعارف فكركوي چې دغربي ډوله جاموله اغوستلوڅخه دمحلي جامواغوښتل ښه دي ،هغې دګروپ هرغړي ته بېل بېل وكتل اوبيايې يو،يوپرتوګ اويو،يو لوى كميس دګروپ هرغړي ته په لاس كې وركړل ،جان محمددغاړې هغه دسمالونه چې پنجشېريان يې كاروې اوخوښوي هم دګروپ لپاره راوړي ول ،چې دمالوچوله نري ټوكرڅخه جوړشوى ول اوګڼې تورې ليكې يې درلودې ،هريوۀ دسمال درې فوټه مربع پلنوالى درلوداوپه حقيقت كې چې موږله هرافغان سره مخامخ شوي يو،دغه ډول دسمال يې په غاړه كې ؤ،كه څه هم په عادي ډول يې دكاؤباى (Cow Boy) په ډول له غاړې راتاواوۀ ،خو دوى دغه دسمال دڅوبېلابېلوموخولپاره كاراوۀ ،موږدوى وليدل چې له غاړې به يې لري كړل اوله همېشه شتۀ ګردڅخه به يې خولې اوپوزې پرې پټول اويايې دښځوغوندې شال غوندې دباران اوساړه پروړاندې كاراوۀ ،دهوادخرابوالي پرمهال موږداسې كسان هم وليدل چې خپلې پوزې به يې همېشه پرې پاكولې اوبيابه يې بېرته له غاړې راتاوكړ.

جان محمدوويل چې دغه تورې اوسپينې ليكې دشمالي ټلوالې دغړيتوب درلودلونمونه ده ،چې داحمدشاه مسعودهم ډېره خوښه وه ،جان محمدزموږدګروپ دهرغړي لپاره له وړيوڅخه جوړې شوې هغه خولۍ وركړې چې نېږدې هرافغان يې كاروي ،دغه خولۍ له درنو  وړيوڅخه جوړې شوې وې چې په سركې پلنې اوديوبنډل غوندې تاوشوې څنډې يې لرلې ،دغه څنډې په غوږونوراكښته كيدلاى شي (پاكول ،ژ)،پاكستان ته زمادپخوانيوسفرونوپرمهال دغه ډول خوليوته چترالي خولۍ ويل كيدې ،ځكه چې دپاكستان په شمال غرب كې دچترال درې خلكودغه ډول خولۍ په سركول كلتوري دود دى .

پرتوګ اوكميس ته په اردوژبه كې شلواركميس ويل كيږي ،پرتوګ هم ډېرپړسيدلى او ازاد دى ،دپرتوګ دملااندازه د دوو لويوكسانوبرابره وه ،خوله نېكه مرغه چې بګه لري او پرتوګ پربدن پورې كلك نيسي ،كميس يې اوږدۀ لستوڼي لري اوعادي لويدځ ډوله غاړې (كالر) اودوې لمنې لري چې يوه وروسته اوبله يې مخته ترزنګنوپورې رسيږي اودپرتردپاسه اغوستل كيږيي ،دغه جوړښت يې اغوستونكي ته اجازه وركوي چې په بهركې دتشناب حاجت داسې ترسره كړي چې پهمدې مهال كې پټ هم وي اوداهغه څه دي چې هره ورځ ليدل كيږي .

دكميس پرڅرنګوالي برسېره فكرنه كوم چې دګروپ كوم غړي دې ددغه ډول عمل كوښښ كړى وي ،موږپه لنډوخت كې په دغه ډول جامووپوښل شوو، خولۍ موپه موډبرابرې پرسرونوكړې اوله غاړې څخه موددسمالونودراتاوولولپاره تمرينونه ترسره كړل ،ماپه ايينه كې خپل ځانته له كتو وروسته فكر وكړچې هرافغان به موله ليدلو وروسته سملاسي وپوهيږي چې بهرنيانوافغاني جامې اغوستي دي ،مادګروپ نوروغړيوته وكتل ،حتى ميوري چې لنډه توره يې هم درلوده په اسانۍ سره بهرنۍ مالومېدۀ .

كله چې جان محمدولاړ موږدنويوجاموپه اړه سره وغږيدو،له واټن څخه ټول نرينه افغانان زموږپه ډول ښكاريدل اوموږته ورته جامې ،خولۍ ،دسمالونه اودپښوكولو بوټونه اوڅپلۍ يې درلودې ،خوافغانانو كولى شول چې زموږدجامودبدل اغوستلوتوپيرپه اسانه وپېژني اوله يوې ډلې څخه موبهر په ګوته كړي .

پدغه قبيلوي ټولنه كې چې ژوندپه كوچنيوكليواوبېلو درو وېشل شوى دى ،ټول يوتربله سره پيژنې اوبهرني ددوى په منځ كې ديوې خوږ ګوتې غوندې چې په پټۍ تړل شوې وي ښكاري .

يوڅوكاله وړاندې په پاكستان كې ماله يوافغان قومي مشرڅخه وغوښتل چې دخپلې سيمې څخه بل كلي ته ددۀ خپل څوكسان وليږي ترڅوميرعمل كاسي په سيمه كې ولټوي (ميرعمل كاسي په امريكاكې د(سي ،ائ ،اې ) دوه مامورين وژلي ول ،ژ)، هغه وويل چې دغه كارناممكن دى ،ته فكركوې چې افغانان ټول يوتربله په ظاهري بڼه ورتوالى سره لري ،خويوافغان په چټكۍ سره پخپل كلي كې نااشناكس پېژندلاى شي ،زماكسان به په سيمه كې له ليدل كيدو وروسته سملاسي ودرول او وپوښتل شي ،كه چېرې ددوى كيسه ياپلمه په هرډول هغوى ته شكمنه ښكاره شي ،دوى به ووژل شي .

دغه هم رښتياثبوت شوه ،موږدمحلي جامودښه اوپه طريقه اغوستلواوله ستروږيروپه درلولوسربېره بياهم په سيمه كې دګرځيدوپرمهال له ليرې بهرنيان ښكاريدو،يوځل كله چې زه اوكريس دشومالي اوارې سيمې څخه راوګرځيدو،په لاره كې دسړك دخرابوالي له امله دڅوبزګرانودخټوله جوړو شوو جونګړوپه خواكې ودريدو،يوشمېرماشومانودسړك غاړې ته څېرمه په ورشوكې لوبې كولې ،دسړك دجوړيدلودكارجريان ته يې كتل ،دوه كوچني ماشومان زموږجيپ موټرته رانېږدې شول اوله خلاصوكړكيوڅخه يې موږته په حيرانتياسره په ځيرځيركتل ،په مااوكريس پورې يې دمحلي جاموداغوستلوله امله تيزه خندا اوژر ژر خبرې كولې ،يواوبل ته به ورتلل اوموږته به يې په لاسونواشارې كولې ،بياددوى كوچنۍ خور ورسره يوځاى شوه ،دڅلوروكالونوپه عمركې وه ،ډېره خوږه وه ،خوډېره ناپاكه ،مخ اولاسونه يې په خاوروخړپړ ول ،هغه ودريده اوماته يې په ځيرځير كتل ،سترګې يې پراخې اوپه ژړايې پيل وكړ،لاسونه يې له مخ راتاوكړل اوله ويرې ډكې سلګۍ يې كولې ،وګرځيدله ،خپل ځان يې دورور په غېږ كې ورواچاوۀ اومخ يې دهغه په غېږ كې پټ كړ،زه اوكريس دغې صحنې ته په خنداشوواوحافظ له هلكانوسره وغږېدۀ ،هغه موږته مخ راواړاوۀ  ويې وې :هغه فكركوي چې تاسې بلاګانې يۍ ،تراوسه يې بهرنيان نه ول ليدلي ،وروسته ځوانان هلكان دموټربلې خواته راغلل ،يوۀ كراچۍ ترمخې كړې وه اوبل درنده بوجۍ په شاكړې وه ،دغه يو ودريداوكريس ته وروكتل ،بيايې ترې په درې ژبه وپوښتل اياته عرب يې ؟كريس په دري كې ځواب وركړچې هغه عرب ندى بلكې هغه داروپااوسيدونكى دى ،دغه ځوان ورته په خنداشو ويې ويل : بختوريې ځكه چې موږعرب په هرځاى كې پيداكړو،بې له مرګه يې نه پريږدو،ګوته يې په كراره له ورمېږۀ راتېره كړه ،ترڅوپخپلوخبرو ټينګاروكړي .

موږدخپلوظاهري بڼودبدلولوله امله په درۀ كې دسفرپرمهال څوځله له داډول غبرګونونوسره مخامخ شوو،څووروځې ورسته موخپل LL ډوله (لويديځ ډول جامې ،ژ) دانګړاودكلي په نېږدې ساحه كې اغوستلې وې ،حتى دلومړيوكرښوپه ساحه كې زموږدګروپ څوتنومحلي جامې اونوروټولوغربي ډوله جامې اغوستې .

زموږكوربه دلومړۍ ورځې ،بياددويم ځل لپاره زموږدجامودغوستلوموضوع ونه غږوله ،خوپنجشېرته دامرېكادځانګړوځواكونوپه نظامي لباس كې راتګ يوه لويه موضوع وه ،دومره لويه چې نېږدې له شمالي ټلوالې سره زموږاړيكې پاى ته  ورسوي .

بله موضوع چې موږيې ځورولو،دحمل اونقل لپاره دوسايطونشتوالى ؤ،هغه (سي ،اى ،اې ) ګروپونه چې لدې وړاندې يې له احمدشاه مسعودسره په پنجشېركې ليدلي ول ،شمالي ټلوالې ته يې دپايلوكس پيك اپ اوديوۀ ټيوټالنډكروزر موټرداخيستلوبودېجه وركړې وه ،هوكړه داسې شوې وه چې دانجينرعارف كسان كولاى شي لدغې موټرخخه ګټه واخلي خوكه د(سي ،اى ،اې ) ملاقات كوونكي ګروپونه درې ته راشي نوبايدهغوى ته دګټې اخيستلولپاره په واك كې وركړل شي .

دغه دوه موټرپه حقيقت كې شته ول ،خودشمالي ټلوالې دورځينۍ كارونې له امله ډېر ځوريدلي ول ،سره لدې چې هغه موټربايدزموږلپاره هروخت منتظرولاړ وى ،موږبياهم ډېركله داړتياپرمهال موټروته انتظارپاتې كېدو.

موږله جان محمدسره دګروپ لپاره ديو بل موټرداخيستلوله اړه وغږيدو،هغه وويل چې په دره كې ډېركله روسي جيپونه لپاره پيداكيږي اوهغه به په خوښۍ سره په ماركېټ كې شتۀ وي،ددغوموټرپه اخيستلوكې به دى همكاري وكړي .

موږفكركاوۀ چې داستعمال كليمه ښايي دښه استعمال په ماناوي ،خو وروسته موانتخاب نشوكولى .

ميوري مو ددغوډول دوه يادريو موټرو درانيولو لپاره وګومارۀ ،ترڅوداړتياپرمهال ګروپ ورڅخه په پرتليزډول دشته ترانسپورتي وسيلې په ډول ډاډه كار واخلي .

جان محمديوه ورځ وروسته دڅوكارول شويو روسي جيپونوځاى ته بوتلو،ميوري څوساعته وروسته په ګردونوپټ ،په ګريسولړلى ،خوليواله راوګرځېدۀ ،هغه درې ښه موټرپيداكړي ول ،كه څه هم چې يونايو ډول ترميم ته يې اړتيادرلوده خوداسې ښكاريده چې دګروپ له غوښتنې سره سم موټربه وي .

دهغودرې واړو موټرواخيستولپاره موپه ۲۱۰۰۰ امريكايي دالره هوكړه وكړه ،خوپه يوشرط چې بايددترميم وړهغه ځايونه چې ميوري پكې پيداكړي ول،ترراتلونكي سهاره پورې جوړكړي .

ما ورته پيسې وركړې ،خوميورې ته مې وويل چې دموټرودرانيولو يورسيدچې دموټرونمبرې پكې ليكل شوي وي ترې راواخلي ،زه پدې پوهېدم چې يوه ورځ به دموټروداخيستلولپاره وپوښتل شم،نوددې لپاره مې غوښتل چې ددغې معاملې لپاره منلي اسنادولرم .

ميوري ،جان محمداوڅوځوان افغانان دموټرودخرڅلاو ځا ى ته لاړل ،څوساعته وروسته دګردونوله خړواو نسواري رنګه څپواوهارنونوسره راورسيدل ،ميوري په خندا ؤ اوجامې يې بياهم په ګريسوداغ داغ شوې وې ، ويې وېل چې دمعاملې دجوړولواو هوكړې لپاره موډېره لويه غونډه وكړه ،كله مې چې نوي ويلونه كتل ،دوى غوښتل چې زاړۀ اوله كاره وتلي ټايرونه پكې راكړي اوديوه موټردماشين كاسه يې هم نه وه ګريس كړې ،دوى فكركاوۀ چې زه به دموټرلاندې دمعاينې لپاره په خپوړو ورلاندې نشم ،خودوى ته مې دازبات كړه (ياني موټرمې له لاندې خوا وكوت ) .

جان محمدوويل چې ښاغلى ميوري په رښتياه توندخوى اوټينګ معامله كوونكى دى اوقيمت يې تر۱۹۲۰۰ پورې راټيټ كړ.

هغه وويل چې دى اوميوري دجګړې له پاى ته رسيدو وروسته بايدپه كابل كې دانتيك سامان مغازه خلاصه كړي اودوى دواړه به شتمن شي .

دميوري پرباتوره هڅوسربېره لكه څنګه چې موږفكركاوۀ ،جيپونو يوازې په لارباندې دتلوتوان درلود،دروسي تخنيك هنرډېركمزووى ؤاوپه موټركې دشيشودكښته كولووسيلې،دايېركانډېشن سېستم اودجمپ دكمولولپاره سپرېنګونه پكې ول ،دوه ګيرونه يې درلودل اوداړتياپرمهال به دې چې موټركومك ته اچاوۀ نودګيرونودخرابوالي اوګډوډۍ لامل به ګرځيدۀ ،دسړكونودخرابوالي ،له سيمې سره زموږنابلدتيااوپه هره شيبه كې دموټردماتيدوله امله زموږكوربه ټينګاركاوۀ چې موږپخپله موټرواني ونكړو،نوموږهم په رسمې وخت كې لدوى څخه د دووموټروانانوغوښتنه وكړه چې همېشه راسره وي ،ترڅوسفرته داړتياپرمهال دډرايوردنشتوالي له امله ونه ځنډيږو.

دډرايورانودنېږدې ساتلولامل داؤچې زموږپيلوټان په ورځ كې څوځله دچورلكې دكيناستوځاى ته دچورلكې دڅارنې اودټوليزې معاينې لپاره تلل اوډېرنوركوچني سفرونه هم پېښېدل .

دجيپونوداخيستلوپه ورځ موله انجينرعارف سره دبلې اړينې  وړنې راوړنې معامله ترسره كړه ،هغه دچورلكې لپاره د ډاډوړتېلو ترلاسه كول وو،زموږدراتګ په وخت كې موچورلكې څوځله دهواله لارې دممكنه بشري مرستې (خواړۀ اونور ،ژ) دغورځولولپاره ځايونه خوښ كړل اوپهمدې مهال مو دC-130 ترانسپورټي الوتكې دكيناستلولپاره ځاى هم كوت ،هرځل دچورلكې لپاره دپوره تېلودپيداكولوموضوع يوجنجال ؤ،حتى دنېږدې واټن سفرلپاره هم له دغه جنجال سره مخ وو.

زموږپه رسيدوسره موږته ډاډ راكړل شوچې تېل به وي ،په حقيقت كې دچورلكې دكېناستوپه ځاى كې دتېلوڅوټانكره ولاړول ،موږپوهيدوچې تېل له تاجكستان څخه په موټروكې راوړل كيدل اودتېلوراوړلوموټرپه پرتليزډول كوچني هم ول .

بله ستونزه دموټرو زوړوالى اودټانكر رنګ اوپه منځ كې يې دخاورو شته والى ؤچې تېل يې ككړول اوفلتركولوته يې اړتيادرلوده .

دتېلوټانكربه دچورلكې كيناستلوځاى ته تر رسيدو وروسته دوه يادرې ورځې ولاړؤترڅوخاوره اوزنګ يې كينې ،بيابه دكارونې وړ ګرځيدل .

زمااودانجينرعارف ترمنځ دعملياتوپه اړه دبحثونوكېدل خودتېلوپه اړه موبحث ته وخت وركاوۀ ،په همدې ورځ انجينرعارف وړانديزوكړچې دۀ ته پيسې وركړم ترڅوله دوشنبې څخه تېلويوټانكرواخلي اوله تاجكستان څخه به يې دهوانوردۍ دتېلوډك درې ته راوړي ،دغه موټربه په پرتليزډول نوى اودتېلوټانكربه يې لوى اوپاك وي ،مابايددهوانوردۍ دتېلولپاره چې په يادشوي تانكركې راوړل كيدل پيسې وركړى واى ،هغه وويل چې دترانسپورت يولوى موټرهم بايدواخيستل شي چې دSUV اوپيك اپ موټرو څخه پكې توكي پكې اسانه اوپه يوځل پكې يوړل شي .

ماد دغودواړوموټرو اخيستو ته غاړه كېښوده ،عارف ته مې ۱۷۰۰۰ ډالردموټرو درانيولولپاره اوپنځه زره ډالرمې د ۱۷ ټنوهوانوردۍ تېلوداخيستولپاره وركړې ،عارف وويل چې هغه به په دوشنبه كې خپلوكسانوته مخابره وكړي چې ددغې معاملې دترسره كولوامر وركړي اوموټربه په دوو ورځوكې راوليږدوي .

پيلوټان هم خوښ ول ،موږ ټول دتېلوموټرو راتګ ته سترګې په لار وو،په حقيقت كې دتېلوموټر درې ته راونه رسيدل اوياموږ نه ليدل ،دموټرودراتګ يادونه زما،ممتازاوعارف ترمنځ يوه ټوكه وګرځيده ،له عارف سره به مې په هره ليدنه كې دتېلودټانكردراتګ دوخت پوښتنه ترې كوله .

زمادهروخت پوښتنې وروسته به موټريادانجمن په كنډؤكې دلارې دبنديدوله امله بندؤاويابه دكنډؤپه هاخواكې دتوپان له وېرې ولاړؤاوكله كله خوبه له كنډؤ راتېرشوى هم ؤاوپه يوه يادوو ورځوكې درته رارسيدۀ .

دپيسو له وركولوڅخه څواوونۍوروسته عارف وويل چې موتردرې ته رارسيدلى دى ،په حيرانتياسره بياهم موټردچورلكې دكوزيدوپه ځاى كې ښكاره نشو،عارف وويل چې له ټانكرڅخه يوڅه تېل دانجمن كنډؤله تېريدومخكې اخيستل شويدي ،بياجنرال فهمي يوڅه برخه دخپلونظامي اړتياوو دپوره كولولپاره په دره كې له شتۀ ټاكرڅخه اخيستي اودېته ورته هغه بل  . . . هغه بل . . . اوهغه بل . . .!!! وروستى حقيقت داشو چې دامرېكاحكومت چې ۲۲۰۰۰ امريكايي ډالريې دلادركه موټراو  اوولس ټنوتېلوداخيستولپاره وركړي ول ،له لاسه وركړل ،داپدې ماناچې دچورلكې لپاره به پاتې تېل داړتياپه وخت كې همېشه كم اوخيرن ول .

كله چې په كال ۲۰۰۲ جنوري كې كابل ته راوګرځيدم اوله انجينرعارف سره مې دهغه په نوي دفتركې وليدل ،يوځل يې بياهم وپښتل چې اياموټردرې ته كله هم راورسيد؟ دۀ يوازې خندل اوټوكه يې په ماراوتپله اوزه هم په خندابريالى شوم .

تبصره نسته

  1. دا دﺉ اوس کرار کرار د نظار شورا ، جمعتيانو او د افغانستان د نورو دښمنانو اصلي څېرې بربنډيږي ، دوی وه چي افغانستان يي وران کړ او د بيا ودانولو په نوم يي په سوونو مليونونه ډالره غلا کړه او لا يې غلا کوي . دداسي ملي خاينانو د ژر تر ژره محکمه کولو په هيله .

  2. دشمال غله هميشه دخپل وطن او وطن والو په سر دسوداكولو ډير ليواله وي د دورستي كرښي دتيلو غلايي يو ښه نمونه ده خوداهم بايد په ياد ولري چي دادنن ورزي د خلاص لاس باداران به يي حتماً دحساب پوښتنه ترېنه كوي ددتيلو معامله ډير ارزښت لري او بې قيمته نه ده دامريكا دولت ته

  3. I havs Mr. Lahore Mangalthe book,it is a very good book and the translation was done fairly good.
    keep up the service

  4. This book realy reveals the hidden devil face of the current warlords that are governing in Afghanistan. The book is intresting,benifical for and very benificial for Afhgans. This book really is a good book but it should be re-read for punctuation.