کور / اسلامي / ژوند په ایمان کې

ژوند په ایمان کې

ژوند په ایمان کې

استاد المهندس نورالله خان احمدزی

یوځل دوه کسان د کبانو د ښکار لپاره بهر وتلي ول، دغو کې یو کافر وو اوبل مسلمان، کافر به چې کله جال اچوه نو د خپلو معبودانو نومونه به یې اخیستل او کبان به یې هم ډېر نیول خو مسلمان به چې کله جال اچوه او د الله تعالی نوم به یې هم یادوه بیابه یې هم جال خالي وو او هېڅ کب یې نشو نیولی، همداسې دواړو تر ماښامه ښکار ترسره کاوه، آخر هم مسلمان ته یو کب په لاسو ورغی ـ لیکن وای ناکامي! هم هغه کب بېرته اوبو ته وغورځېده، لدې کبله دا بېچاره مسلمان خالي لاس د ښکار له ځایه تاواني او غمژن لاړه چې په لاس کې یې د ښکار هېڅ شی نه ول، خو کافر داسې کامیاب لاړه چې د هغه ټُکړۍ له کبانو څه ډکه وه، له دغې عجیب او غریبې پیښې څخه وروسته د مسلمان ملایکې ته ډېر افسوس وشو او د الله تعالی په دربار کې یی عرض وکړ چې ای ځما ربه! داڅه خبره ده چې کله به مسلمان ستا د نوم په اخستلو سره ښکار کاوه هغه تش لاس لاړه او هغه کافر چې د غیر نومونه یې اخیستل هغه ډک لاس واپس شو او ټُکړۍ یې هم له کبانو ډکه ووـ

الله تعالی ورته د هغه مؤمن لپاره چې د لوړې مرتبې کوم محل جوړکړی وو ور وښود او ورته یې وویل چې که هغه مؤمن خپل ځای یا جنت وویني آیا د دنیا دا غم چې د کبابانو له کبله یې زغملی هغه به یې هېر نشي؟ ….. او بلخوا یې ورته د کافر هغه بد ځای ور وښود او ورته یې وویل چې هغه کافر ته چې کوم شی یا نعمت په دنیا کې ورکول شوی آیا هغه به یې د جهنم له اور څخه وساتي؟ ملایکې ورته ځواب ورکړ چې ای ځما ربه! ستا په ذات مې دې قسم وي، بلکل داسې نشي کېدای ـ

سبحانه الله! الله تعالی سره د ایمان څومره قدر او منزلت دی، ای مسلمانانو، د هغه قدر او عزت وکړئ، د کوم دنیوي مصیبت په وجه همت مه بایلئ او ځان ملامت مه ګڼئ! الله تعالی ستاسو لپاره د دنیا په عوض کې داسې نعمتونه تیار کړي چې هیچا په سترګو ندي لیدلي او نه کوم غوږ اوریدلي او نه کوم زړه کې د هغه په اړه کوم خیال تېر شوی.