کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲ تنه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، پروان، بغلان، کندهار، زابل، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خبریال :صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام