کور / تازه خبرونه / پکتیکا: اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ په ریاست نیوکه کوي

پکتیکا: اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ په ریاست نیوکه کوي

پکتیکا: اوسیدونکي یې د کرنې او مالدارۍ په ریاست نیوکه کوي.

په پکتیکا ولایت کې یو شمیر د ولایتي شورا غړو، بزګرانو او مدني فعالانو ددغه ولایت په کرنۍ او مالدارۍ په ریاست نیوکه کوي، چې دې ریاست د بزګرانو او پرمختیا لپاره سم کار نه دی کړی.
ددوی په وینا ، یاد ریاست بودیجه بې ځایه مصرف کړې او کوم د پام وړ کار یې نه دی ترسره کړی.
دوی وايي، یاد ریاست نه په کتنه کې معلومه شوه، چې دې ریاست کې هرکال په میلیونونه افغاني ورک کیږي او شخصي جیبونو ته ځي.
په پکتیکا کې د ولایتي شورا رییس وايي، په دغه ولایت کې د کرنۍ او مالدارۍ ریاست هیڅ نه دي ترسره کړي، ځکه نو اوس پکتیکا وال مجبور شول، چې پوښتنه یې وکړي.
له بله پلوه بیا په پکتیکا ولایت کې د کرنیزو چارو مشر هم دا مني چې کار نه دی شوی او ددوی د ادارې مشرتابه بې غوره کړې ده.
دده په وینا: مشرتابه به د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ته خپل ضرورتونه په ګوته کړی وی او په مکرره توګه ورڅخه په دغه برخه کې غوښتنه کړی وی.

خبریال: صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام