کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شورا په ښوروا ژوندۍ ده (لنډ نکل)

شورا په ښوروا ژوندۍ ده (لنډ نکل)

د بادار له درباره پيغام راغلی: «يوور های نيس، ژر تر ژره د عُقابانو غم وخوره که نه نو ګيله به دي له ځانه وي.» همدا ؤ چي اول دوه فرمانونه صادر سول او بيا د ټپوسانو لويه غونډه راوبلل سوه. غونډي پرېکړه وکړه چي داسي ډله دي جوړه کړل سي چي د عُقابانو څخه شنه توتيان (طوطيان) جوړ کړي. د کجيرانو (لاشخورانو) شورا رامنځ ته سوه. د دې لپاره چي عُقابان ورباندي تېرباسل سي د شورا کجيرانو ته سپين رنګ ورکول سو. همدا ؤ چي د کجيرانو دغه شورا د تورو سپينو د شورا په نوم مشهوره سوه.

د بادار له درباره پيغام راغلی: «د عُقابانو جنجال پر ځای پاته دی. هغه دومره زياتي پيسې مو څه کړې؟» همدا ؤ چي څو ټپوسان په قطار کي ودرول سول او ورته وويل سول: «خپلې څهرې داسي ونيسئ لکه پخوا چي عقابان تېر سوي ياست خو اوس شنه توتيان سوي ياست. البته پر سينو مو زور وکړئ چي داسي وپړسيږي لکه د غرور څخه چي ډکي وي.» د هغوی انځورونه واخيستل سول او بادار ته ولېږدول سول.

د بادار له درباره پيغام راغلی: « په دې پوه سوو چي پيسې مو د تورو سپينو کجيرانو په چاغولو لګولي دي. داسي چاغ چي سينه يې ټيټه خو د شا پر خوا يې زور دومره زيات دی، څوک چي وايي د لاندي مږ دي. آخري ځل پوښتنه کوو چي د عُقابانو جنجال لا ولي پر ځای پاته دی؟» همدا ؤ چي د تورو سپينو شورا مجبوره سوه چي حقيقت ووايي او په جواب کي ورته وليکي: « ښوروا قيمته ده او شورا په ښوروا ژوندۍ ده. دغه ښوروا د سپينو کوترو څخه پخيږي. د يوې سپيني کوتري کمېدل د لسو عُقابانو د زياتېدو لامل ګرځي. وي آر ويري سوري!»

د بادار له درباره پيغام راغلی: «خپلي د شورا نوم بدل کړئ. دا د تورو سپينو شورا نه بلکه د ….رانو شورا ده.»

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه