کور / تازه خبرونه / د سړک غاړي ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

د سړک غاړي ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

په لغمان کې د سرک د غاړې ماین په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار د اووه نیمو بجو په شا وخوا کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سپو خیلو په سیمه کې د مهترلام سرخکانو تر منځ د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې د سرک د غاړې یو ماین چې ریموټ کنترول و په یو الټو موټر انفجار کړی چې یو نفر عمرا خان د نائب ځوی پکښي خپل ژوند له لاسه ورکړي او خان ګل د عیسی خان ځوی په کې ټپي دی کوم چې د کابل په لور روان ول.
ټپي کس دا مهال د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوی چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.
د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن د دښمنانو دغه غیر اسلامي او غیر انساني کړنه په کلکه غندي، او د قربانيانوسره په دې غم کي ځان شريک بولي.