کور / تازه خبرونه / امریکا افغانانو ته اور بل کړ او دوی ئې پکښي پرېښوول

امریکا افغانانو ته اور بل کړ او دوی ئې پکښي پرېښوول

کابل چاپ ور‎ځپاڼو د دوشنبې د ورځې په ګڼو کې په بېلابېلومطالبو لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي پر کونړ د پاکستاني طالبانو حملې څرګند یرغل دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي پردغې حملې د امریکا چوپتیا د امنیتي او دفاعي تړون ترپښو لاندې کول دي.

همدې ورځپاڼې د امریکا د ولسمشراوباما له قوله لیکلي، په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت مسولانه پای مومي.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، د امریکا جګړه رښتیا هم مسوولانه پای ته رسیږي؟

د لیکوال په باورد جګړې دغه ډول پرېښودوته هېڅکله مسوولانه کلیمه نه شي کارول کېدای.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په اند امریکا افغانانو ته اوربل کړ او دوی یې په کې پرېښودل.

بلې خپلواکې ورځپانې ویسا لیکلي په سیمه او افغانستان کې روان امنیتي وضعیت د یو شمېرسترو هېوادونو د سیاستونو زېږنده دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي د سیمې هېوادونو په سیاسي بهیراو سوله کې د منځلارو وسله والو له ګډون پرته د دایمي ثبات تمه نه شي کېدای.

ملی ارمان ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د امنیت په ټینګښت کې کشفي ارګانونه ناتوانه شوي دي.

د لیکوال په باورد دې ټولوعواملو ترشاه د کابینې نشتوالی دی او سپارښتنه کوي هرڅومره چې ژرکېدای شي ولسمشرباید یوه مسلکي کابینه معرفي کړي، ترڅود وروستیو ناخوالو مخنیوی وشي.

د هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې راغلي ترهګریزې حملې د افغان حکومت پیاوړی هوډ نه شي زیانمنولای.

د سرمقالې لیکوال وړاندیزکوي چې حکومت او عام ولس د ترهګرۍ د ناوړو کړنو پر وړاندې باید پټه خوله هم پاتې نه شي او دا د هرافغان دنده دی چې د امنیت په راتګ کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

بلې دولتي ورځپانې انیس د ولسمشرمحمد اشرف غني له قوله لیکلي سوله یوه ټولنیزه او حیاتي اړتیا ده.

د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی حکومت د ناامنۍ دې له منځه په هدف د اساسي حل لارو چارو په لټه کې دی.

د انیس دولتي ورځپانې د سرمقالې لیکوال ملي وحدت حکومت ته وړاندیز کوي، د امریکا له هغه رول او تاثیره چې په سیمه کې یې لري افغانستان ته د دایمي سولې د راتګ په برخه کې دې ورنه ګټه پورته کړي.