کور / تازه خبرونه / دپېښور يوپوځي ښوونځي ته وسله وال ننوتي

دپېښور يوپوځي ښوونځي ته وسله وال ننوتي

پېښور: دجيو اردو ژبي خبري کانال د خبرله مخې دپېښور دورسک سرک پوځي ښوونځي (ارمي پبلک سکول ) ته وسله وال ننوتي او دډزو په پايله کې ٨٤ کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي چې ٤٢ حالت د اندېښنې وړ ښودل شوي او ٤ وسله وال هم وژل شوي دي دپاکستان دطالبانو تحريک دپېښې پړه منلې ده د بي بي سي اردو څانګه وايي چې په دې پېښه کې ٨٤ کسان وژل شوي دي. د خيبر پښتونخوا ستر وزير پرويز خټک د رسنيو له استازو سره په خبرو کې څرگنده کړې ده چې په دې پېښه کې ٦٠ جسدونه سي ايم يچ (پوځي روغتون) او ٢٤ ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي. په دواړو روغتونونو کې ٨٠ څخه زيات ټپيان پراته دي. د ليډي ريډنگ روغتون د بېړنۍ څانګې يو چارواکي څرگنده کړې ده چې په ټپيانو کې ماشومان او لوى دواړه شامل دي. ستر وزير پرويز خټک وايي چې په عملياتو کې تر دې دمه له دوو تر درېو پورې بريد کوونکي وژل شوي او يو ځانمرگي ځان الوزولى دى. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني رسنيو ته ويلي دي چې ښوونځي ته امنيتي چارواکي داخل شوي او وسله والو سره يې جگړه پېل کړې ده. د پاکستان د پوځ وياند رسنيو د څانگې څخه په خپره شوې اعلاميه کې څرگنده شوې چې ښوونځي کې عمليات روان دي. د خيبر پښتونخوا حکومت په دې پېښه د درې ورځو ماتم اعلان کړى دى. د پاکستان صدراعظم نواز شريف څرگنده کړې ده چې د دې پېښې د څېړلو لپاره به پخپله پېښور ته ورځم. د پاکستان د پوځ د اعلاميې د مخې د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف پېښور ته رسيدلى دى.