کور / تازه خبرونه / هلمند: پر نوي کابل بانک ډله ایزه حمله سوې ده

هلمند: پر نوي کابل بانک ډله ایزه حمله سوې ده

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کي د نوي کابل بانک پر ودانۍ باندي ډله ایزه حمله سوې، چي د ایمرجنسي روغتون د یوه مسئول په وینا پنځه مړي او تر لسو ډېر ټپیان روغتون ته ور وړل سوي دي.
چارواکي وايي د بانک مخته په لسونو مراجعین راغلي وو، چي مطلق اکثریت یې ولسي خلګ دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک رسنیو ته ويلي چي د بانک په دروازه کي یوه ځانمرګي ځان چاودلی او څلور نور د بانک ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه د بانک له ساتونکو سره شروع کړی دئ.
نوی کابل بانک د هلمند سیند ته نیژدې دئ، چي پر شاوخوا یې د ولایت مقام سربېره ګڼي دولتي ودانۍ پرتې دي.
راپورونه وايي وسله والو په بانک کي دننه ډېری مراجعین یرغمل کړي او د بانک له ساتونکو سره مقاومت کوي.

وروستي راپورونه وايي چي تر اوسه په وسلو سمبال درې ځانمرګي ویشتل سوي او یو بل یې مقاومت کوي.
یوه عیني شاهد لراوبر ته د تلیفون پر کرښه وویل چي د ماپښين پر درې بجې د پیښي له ځایه یوه بله درنه چاودنه هم واورېدل سوه او د سپکو وسلو خال خال ډزي اوس هم اورېدل کېږي.

د هلمند د دې حملې مسئولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخیستی، خو درې کاله دمخه د ننګرهار پر کابل بانک او یو نیم کال دمخه د کندهار پر کابل بانک باندي دې ته ورته حملې سوي وې، چي طالبانو یې مسئولیت اخیستی وو.