کور / هراړخیز / مبارز او هڅاند ځوان

مبارز او هڅاند ځوان

مبارز او هڅاند ځوان

درنو لوستونکو نن درته یو مبارز او هڅاند ځوان درپېژنو، داسې یو ځوان چې د ژوند د ننګونو په وړاندې هیڅ ماتې نه مني.

دا ځوان ښاغلی عبدالقیوم عاجز دی.

عبدالقیوم عاجز د زابل یو له فعاله او با استعداده ځوانانو څخه دی، نوموړی د ښو اخلاقو خاوند او مبارز ځوان دی، داسې یو ځوان چې د ژوند د ستونزو او کړاونو په وړاندې هیڅ ماتې نه مني او نه تسلیمېږي.
عاجز تل هڅه کوي چې خپلې ټولنې او خلکو ته کار وکړي او د خپلو خلکو په زړونو کې د ښو فعالیتونو په وجه ځای پیدا کړي، چې خپلې موخې ته تر ډېره بریده رسېدلی هم دی.
نوموړی تل د خپلو مشرانو او ملګرو قدر کوي او غواړي چې خپل ملګري نورو ته په ښه نوم او درنښت ور وپېژني، عاجز هغه ځوان دی چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې خپل عظم ساتلی او که له هر ډول جدي ستونزې سره مخ هم شي ورته اندېښمن نه وي، ځکه نوموړی وایي هر څه د الله تعالی جل جلاله په اختیار کې او د هغه له لورې دي، نو ضرور نه ده چې سړی خپله حوصله له لاسه ورکړي.
عاجز د ډول ډول نوښتونو په کولو سره د ملګرو پام ځان ته اړولی او کړه وړه یې انسان ته دا درس ورکوي چې څرنګه له هر چا سره ښې اړیکې وساتل شي او د خلکو زړونه وړیا رانیول شي.
عاجز که له هر چا سره او په هره بر خه کې کار کړی نو هغه کس ترې راضي وي، یو ځای یې دنده درلوده بیا یې د څه مصروفیتونو په وجه پرېښودله، د نوموړي پر ځای بل څوک وګمارل شو خو باور وکړئ په هغه اداره کې اوس هم هغه تشه همداسې پاتې ده او هغه وړتیا چې په عاجز صاحب کې وه تر اوسه یې چا ځای ونه نیوه.
عاجز له ملګرو سره تر اندازې زیاته مینه کوي او تر ټولو ښه عادت یې دا دی چې تل کار کوي، هیڅکله به یې بېکاره ونه وینئ، حتی که له ملګرو سره په مجلس کې وي نو هم غواړي چې یو څه ترې زده کړي او هیڅکله د یو څه په پوښتلو کې شرم نه کوي.
عاجز د ژورنالیستیکو فعالیتونو تر څنګ یو ډېر ښه او خوږ ژبی شاعر هم دی او دومره خوږه شاعري کوي چې هغه د چا خبره په زړونو چک لګوي او کله کله خو د سړي ورباندې له ډېرې مینې کینه راځي چې زه ولې داسې شاعري نه شم کولی.
عاجز د ډېرې ښې وړتیا خاوند دی، که وغواړي په هره برخه کې ښه او بریالی کار کولی شي، د لیکوالۍ په برخه کې داسې پخې او په تول تللې لیکنې کوي چې فکر به ونه کړو چې عاجز دې دومره ژوره مطالعه ولري او دا ډول لیکنې دې وکولی شي.
عاجز وخت قیمتي ګڼي او په دې باور دی چې بیا لاس ته نه راځي نو ځکه تل هڅه کوي چې په هره شېبه کې یو څه لاسته راوړي.
عاجز یو بل ډېر ښه خاصیت لري چې خپلو ملګرو ته د اړتیا پر مهال ښې مشورې ورکوي او همدا ډول د ملګرو مشورې څه چې نیوکې او انتقادونه هم په ورین تندي مني او نظرونه یې پلي کوي او په هیڅ ډول نه غواړي چې ملګري له لاسه ورکړي.
عاجز د چلند او ژوند کولو له مخې ریښتیا هم عاجز او خاکساره دی خو د وړتیا او کار کولو په برخه کې په وجود کې دننه یو قوي ځواک لري، داسې یو ځواک چې د هر ډول ستونزو په وړاندې سپر وي او ریښتینې مبارزه کوي.
نوموړی تل هڅه کوي چې د ملګرو تر منځ ملګرتیا پیاوړې کړي، خوابدون له منځه یوسي او ځوانان یو موټی کړي، له خپلې ټولنې او کلتور سره مینه یې له دې څخه معلومولی شو چې میاشتې میاشتې د زابل د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د زابل کلات پنځلس ورځنۍ جریده په پوره هڅو او زیار تر مینه والو رسوله.
عاجز چې خبرې کوي ډېر ارام خو واضح ږغېږي، د خپل ښکلي ږغ په برکت ډېر مینه وال لري، داسې ډېرو ملګرو راته ویلي چې له عاجز سره نه پېژني خو کله یې چې له راډیو څخه ادبي خپرونه پیل شي نو نور ټول کارونه پرېږدي او د عاجز خپرونه اوري.
عاجز په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه لاسته راوړي او کړي یې دي نو که ورته زمینه برابره شي دا ځوان به داسې ابتکارات وکړي چې د هېواد یوه ښه هستي به وګرځي.
زما له انده عاجز او د هغه په څېر ځوانان هڅونې ته اړتیا لري او باید په دې وپوهول شي چې د هڅو یې قدرداني کېږي ترڅو د خپلې ښې وړتیا له مخې د هېواد په سطحه وځلېږي او دغه ځلانده ستوري د خپلې ټولنې نامعلوم راتلونکی په خپلو پنځونو روښانه کړي.
د عاجز په څېر فعاله، مبارز، د غوره اخلاقو لرونکي، نوښتګر، د لوړ فکر او ژوندي احساس خاوندان زموږ په ټولنه کې لږ پیدا کېږي چې باید قدرداني یې وشي.
د ښاغلي عبدالقیوم عاجز په اړه ډېر څه په ذهن کې لرم خو نور ستاسو وخت نه نیسم، عبدالقیوم عاجز ته د لا بریاوو او خوشحاله ژوند هیله کوم.

په درنښت!

عبدالقیوم عاجز په زابل کی دافغان ځواک خبریال