کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپيان دي او څلور تنه ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هلمند، پکتيا، خوست، اروزګان، بلخ، جوزجان، سرپل او کونړ ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې، مهمات او ۵۰ كړۍ ماينونه هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.