کور / تازه خبرونه / د وکیلانو سره د بازار د کنټرول په اړه خبري وسوې

د وکیلانو سره د بازار د کنټرول په اړه خبري وسوې

دکندهار ښاروالۍ مرستیال دښار دشابازار ددوکاندانو ، ددوی دوکیلانو او دمربوطه ناحیو داستازو سره دښار دشابازار پرکنترول خبري وکړي .
داچي دکندهار ښار مشهوراحمدشاهي شابازار د ګڼه ګوڼي له طریقه زیات نفوس لري او په اوس وختونوکښي یي ازدهام زیات دی اوپیاده رونه او عام سړک (عامه لاره) یي د لاسي ګاډۍ والااو دوکاندارانو لخوا نیول سوې ده او په ورځني ژوند کښي یي خلګوته ستونزي جوړي کړي دي نو ددې موضوع دښه کنترول لپاره نن دکندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضایي دیادي ساحي داړوندو استازو سره وکتل او ورته دیاد بازار دپیاده رونو او عامي لاري دتخلیه کیدو توصیه یي وکړه چي وروسته تر یولړ خبرو مجلس تصیم ونیوي چي دښاروالۍ اوله ناحیه ، څلورومه ناحیه چون چي دیاد بازار مربوطه ناحې دي او مرافبت مدیریت به سرله سباڅخه دوکیلانو په ګډون دشازار دکنترول او ښاري نظم په اړه اجرات کوي ترڅو دیاد بازار ښاري نظم ښه کترول کړي او دښاریانو هغه ستونزه حل کړي کوم چي په دې اړه یي درلودل او ترڅنګ به یي ښاریانوته دمناسب ځاي په لټه کي سي