کور / خبرتیا او پيغامونه / د حاتمي پر مړينه د خواشينۍ پيغام

د حاتمي پر مړينه د خواشينۍ پيغام

دا چې دوه اونۍ وړاندې په کابل کې په استقلال ليسه کې د يوې غونډې پرمهال د ځانمرګي بريد په ترڅ کې د مترا ټلويزيون يوتن کامره مين زبيرحاتمي سخټ ټپي شوچې تيره شپه يې د کابل په بېړني روغتون کې ساه ورکړه د هلمند د آزادوژورنالستانوټولنه د نوموړي کامره مين پر وژنه ژوره خواشيني څرګندوي دده کورنۍ، خپلوانواوخواخوږوته د تسليت مراتب وړاندې کوي اوله دوی سره په غم کې ځان شريک بولي، د هلمند د آزادوخبريالانوټولنه د زبيرحاتمي مرګ د مطبوعاتوپه ډګرکې يوه لويه ضايعه بولي اود جګړې په ښکيلوخواوغږکوي چې ملکي مرګ ژوبلې مخنيوي ته ډيره پاملرنه وکړي ترڅوپه راتلونکي کې د بيګناه هيواد والوکورنۍ له دې ډول ناخوالوڅخه په امن وي