کور / هراړخیز / موچڼي (پیزاري)

موچڼي (پیزاري)

دجمعي ورځ وه دمعمول په شان دجمعي دلمانځه لپاره مسجد ته روان وم ، داځل دهري جمعي نه خلاف ۱۰ دقیقي وړاندی رهي سوی وم ددي لپاره چه دښایسته موچڼو لیدنه دنژدی وکړم اویوتصویر یی هم واخلم ، موچڼي چه پیزاري هم ورته وایی ډیري پخوانۍ پاپوشي دي اویووخت دلته په کندهارکي هم موچڼ دوزان وه چه نن مي نه په سترګه کیږي ،خو کومي موچڼي چه نن به یی بیا دمسجد دبرنډی په کونج کی جګي ولاړي ووینم ډیري ښکلي موچڼي دی ،داډول موچڼي چارراشه موچڼه بولي ، دموچڼی استعمال نن سبا ډیرکم سوی دی ،که چیری دکوم سپین ږیري سړي په پښووی نوخلک یی په موچڼو پیژنی اووایی هغه موچڼي والا سپین ږیری ، داصنعت دمغولو د دورصنعت دی اوپه ملتان کي ډیري جوړیدی ،موچڼه راسته اوچپه نلری دسوچه څرمني څخه جوړه ده اومخ اوتلی یی دسپین پنډ سپڼسي په ذریعه په لاس ګنډل کیږي اودموچڼي پرمخ په سپینوګلابتونو ښکلی خامک سوی وي ، کله چه موچڼه نوې وی نوپرلاري ګږ ګږ کوی ، په کندهار کي اوس هم ډیرلږ دګوتو په شمیر موچڼه په پښوکیږی.
په داغه چرتوکي وم چه نن به دموچڼي تصویر هم ونیسم او دموچڼي خاوند به هم ووینم ، دموچڼي خاوند دوخته مسجد ته راتلی او موچني یی دمسجد دبرنډي په کونج کی درولي چه دموچڼي تلی پرفرش ونه لګیږي اوڅنګ ته به یی دبادامي لرګي نه جوړه ښکلي حکاکي سوی لکړه یا عصا هم ولاړه وه ، ما دموچڼو خاوند دلوړ قد درلونکي بوډا چه سپین پراخ کالي یی اغوستی وي اودسپین پاج پګړی یی تړلي وی په خپل ماغزوکي انځورکړی ؤ .
دمسجد تردراوزي تیر سوم اوهیله مي کوله چه وموچڼو ته نژدی کښینم ،ځای مي ونیو خوپه حیرانتیا مي وکتل د موچڼي خاوند نه ؤ راغلی ، ومي ویله چه رابه سي زه به یی ووینم چه داهم هغه زما دذهن تصویردی اوکه نه .
خلګ راروان وه ،ما دوه رکعته نفل هم خلاص کړه خو دموچڼو خاوند نه ؤ راغلی ، جومات تقریبا ډک سوی ؤ ،مولوی صاحب په وعظ شروع کړي وه څرنګه چه لوی اخترنژدی ؤنومولوی صاحب هم دقربانۍ شرطونه بیانول چه دقربانۍ حیوان به ګوډ نه وی ړوند به نه وی غوږ به یی پري نه وی ،غاښونه ولري او په غوښه پټ وی . ما راتلونکو خلګوته کتل اوډیرمی یی پښوته کتل چه موچڼ والا سپین ږیری ووینم ، چرت به می دمولوي صاحب وعظ ته هم وروګرزید کله چه یی وویل دقربانۍ دغوښو ورکول وکافرته هم روایت لري ، موسکی سوم شامو راپه یاد سو ،ما خو په هرلوی اختر شام ته غوښي ورکولي ،شام لعل چه خلګوبه ورته لالا شامو ویل ، زموږ په محله کي اوسیدی ، زړه کي مي وویله یاره شامو ته خو هغه دی شرعا مستحق سولي .
مولوی صاحب وعظ خلاص کړ او د۴ رکعتو سنت هم وویل سوه اودجمعي خطبه هم وویل سوه خو موچڼ والا نه راغي ما شاوخوا کتل چه شاید نن یی موچڼي بل ځای ایښي وي هرڅومره چه مي شاوخوا وکتل موچڼی مي په سترګونه سوي ، لمونځ ادا سو اوزه سوکه سوکه د کورلورته روان سوم .