کور / هراړخیز / خليل«عيان» دزړه دجراحۍ سپېشليسټ سو

خليل«عيان» دزړه دجراحۍ سپېشليسټ سو

نن(۱۲/۸/۱۳۹۳ــ۳/۱۱/۲۰۱۴)زمامشرورورخلیل«عیان» دزړه دجراحۍ سپیشلیست(متخصص) سو. ترننه پورې هغه څه دپاسه زر(۱۰۰۰) دعمومي جراحۍ او«۲۱۳» دزړه عملیات په موفقانه ډول سرته رسولي دي. تردې وروسته به هم هره ورځ یویا دوه زړونه اپریشن کوي اودخدای په فضل به رغیږي.
  دسږو(شوشونو)دعملیاتوشمیر یې هم تردې نیټې پورې «۷۵»ته رسیدلئ دئ.
  په عملي برخه کې دده مکلفیت ، چې باید(۱۵۰) زړونه او(۷۰) سږي اپریشن کړي، نودعملي مکلفیت برخه به یې پوره سي. ده دغه وظیفه لا مخکې له ټاکل شوي وخته سرته رسولې وه، خوبایدچې شپږ کاله موده یې هم پوره شي، نوبیاورته دسپیشلیستۍ دیپلوم ورکوي.بلاخره دغه نیټه هم راورسیده او اوس دا دئ د ناروغه زړونوددرملنې د جراحۍ یوعادل اومضبوط باچاشو.  واه واه! خدای دې دبدوسترګووساتي امین.اوس به د خدای په مرسته که خیري ناروغه زړونه رغوي.