کور / نوميالي / د دوكتور داود شاه صبا ژوند ليك

د دوكتور داود شاه صبا ژوند ليك

دوکتور داود شاه صبا د مرحوم عبدالصمد زوی د 1343 لمریز کال د غوايي د میاشتې پر 21 نېټه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یوه روشنفکره کورنۍ کې زېږیدلی. لومړنۍ زده کړي یې په هرات کې ، منځنۍ او د لیسې زده کړې د کابل په غازي او نادریه لېسه کې پای ته رسولي دي. وروسته یې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ ، په 1365 لمریز کال کې یې د کابل د پولي تخنیک پوهنتون څخه د اقتصادي ځمکې پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ ، په 1374 لمریز کال کې یې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د قېمتي ډبرو د پېژندنې په څانګه کې ډېپلوم تر لاسه کړ ، وروسته ښاغلي صبا ؛ خپلو لوړو زده کړو ته د دوکتورا تر کچې دځمکې پېژندنې او د کانونو د جیولوجي په څانګه کې دوام ورکړ ، په 1381 لمریز کال کې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د ځمکې پېژندنې په څانګه کې دوکتور واخېستله .

دوکتور صبا په تېرو 24 کالونو کې په مختلفو برخو کې لکه دولتي ، خصوصي سکتور او خصوصي غیر انتفاعي موسسو کې دنده تر سره کړې ده .
ښاغلي صبا د 1365 او 1372 کالونو تر منځ د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او ځمکې پېژندې په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه ، وروسته یې بیا د هندوستان د ممبی پوهنتون د سینت زیویرز کالج د څېړونکي او استاد په توګه دنده ترسره کړې ده .
همدارنګه ښاغلي صبا د برګ سبز انتشاراتو د رئیس ، د نیویارک پوهنتون د نړیوال مرکز د مشاور څېړونکي په توګه هم دنده تر سره کړې .
دوکتور صبا په 1383 لمریز کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام سره د څېړونکي او لېکوال په توګه دنده تر سره کړي او د افغانستان د بشري انکشاف په اړه دوه څېړنیز راپورونه لېکلي ؛ چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په دریو ژبو خپور شو .
په 1384 لمریز کال کې د ناروې هېواد د کریس مایکل د انستیتوت د څېړنیز ګروپ د غړي او مشاور په توګه وټاکل شو .
دوکتور صبا د تر 1385 لمریز کال پورې په کابل کې د امریکا د ( ای ار ډي ) موسسې د خپرونو مشاور او د همدې موسسې د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې .
وروسته یې د لېکوال ، څېړونکي ، د ولسمشر کرزي د مشاور او د ( ای جې سي ) خصوصي مشورتي شرکت د رئیس په توګه هم دنده تر سره کړه.
دوکتور صبا په کال 1389 لمریز کې د هرات د والي په توګه وټاکل سوو . ښاغلی صبا د ولایت په دې درې کلنه دوره کې وتوانېد چې د ښې حکومتوالۍپه برخه کې موثره ګامونه اوچت کړي ، د هرات د انکشاف او دوې لپاره یې اوږدمهال ، لنډ مهاله او منځمهال پلانونه په لار واچول . 400 عام المنفعه او حیاتي پروژې دده د ولایت په دوران کې په بریا سره اکمال ته ورسېدلې . د مرکزي حکومت لخوا څخه هرات ولایت د ښې حکومتوالۍ د یوې غوره نمونې په توګه یادېده او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې لومړی مقام واخیست .
ښاغلی صبا په پښتو ، دري ، انګلېسي او روسي ژبو پوره تسلط لري.