کور / سياسي / نوې کابينه له هر ولايته که له پوره وړتيا؟

نوې کابينه له هر ولايته که له پوره وړتيا؟

ځيني ملګري نيوکه کوي چې په نوې کابينه کې ولې زموږ د ولايت وزير نسته، ځينې بيا وايي چې زموږ د ولايت وزير نسته.
که د وزيرانو ټاکل پر ولايتونو ووېشو نو بيا خو له هر ولايته بايد يو وزير خامخا وي، ځکه په ټولو ولايتونو کې افغانان اوسي او د هر ولايت اوسېدونکي دا غوښتنه لري چې د دوی له ولايت دې په کابينه کې يو څوک وي، او دا امکان نلري، ځکه له يوې خوا ولايتونه ۳۴ دي خو د کابينې د غړو شمېر کم دی، له بلې خوا وړتيا ته بايد هم وکتل شي.
زه وايم چې اوسنی حالاتو ته په کتو سره نوې کابينه ښه ده، له يوې خوا خو نوې ده او بل پلوه د ځينو مجبوريتونو له مخې دغه مصلحتونه بايد ومنو.
تېرې کابينې ته په کتو سره چې ډېری افغانان د هغوی له کارونو ناخوښ دي او هغه غوښتنې او تمې چې افغانانو ورڅخه لرلې پوره يې نه کړې، زه دا نه وايم چې په تېره کابينه کې وړ کسان نه وه، هغه وزيران هم ډېری يې متخصصين و خو دا چې له ارګ مو اراده کمزورې وه، دولتي چوکاټ مو ناسم و چې له امله يې په هره برخه کې موږ د لوی ناکامۍ شاهدان يو.
په نوې کابينه کې هم ټول کسان که د ځينو مصلحتونو له مخې ټاکل سوي وي نو زه په پوره باور دا هم ويلی سم چې پرته له څو تنو نور يې وړ کسان دي خو تر ټولو مهمه يې قوي اراده ده چې له ارګه نېولې تر وزارتونو، ولايتونو او ولسواليو پورې پخې او قوي قوي ارادې وسي نو نوې کابينه به له پوره برياليتوبونو ډکه وي.
زما وړانديز ولسمشر او په تېره بيا دغه نوې څېرې چې د ولسمشر او اجرايه رئيس له اوږدو خبرو اترو وروسته پارلمان ته وروپېژندل د باور له رايې اخيستو وروسته بايد د نظر او عمل تر منځ خاليګاه له منځه يوسي او په پوره باور بايد خلکو ته خدمت وکړي ترڅو هغه باور چې ولسمشر پر دوی کړی دی او هغه هېلې چې خلک يې ترې لري پوره سي.
بل پلو پر نوې کابينه ډېرې نيوکې هم کيږي او هر څوک په دې نظر دي چې ګواکې نوې کابينه د مصلحتونو له مخې ټاکل سوې ده شايد خدمت ونه سي کولی، وزيران دې دا ثابته کړي چې دوی کار کولی سي، د ولسمشر او اجرايه رئيس ټاکنه ناسمه نه ده بلکې پر ځای ده.
که موږ له هر ولايت په کابينه کې وزير نه لرو نو په ملي شورا کې خو وکيلان لرو، وزيران هم ملي شورا ته ورپېژندل کيږي او د دوی د رايو پر اساس ټاکل کيږي.
که زموږ هدف خدمت وي او دې هېواد کې په امنيتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو کې مثبت بدلون راوستل غوښتنه وي نو مهمه نه ده چې له خپل ولايت دې وزير ولرو، هماغه وکيل چې په پارلمان کې دی ما او تا رايه ورکړې ده د هغه په رايه وزير وزارت ته ټاکل کيږي، خو زموږ او ستاسې دا منطق او استدلال ناسم دی چې خامخا دې له خپل ولايت وزير ولرو.

موږ هر وخت خپلو غوښتنو ځپلي يو، په داسې غوښتنو مو خپله انرژي ختمه کړې ده چې پوره کېدل يې امکان نلري.