کور / هراړخیز / پتيال د هېرولو نه دی

پتيال د هېرولو نه دی

افغانستان يو له هغه هېوادونو دی چې، د ګلانو رژول پکې اسان کار دی خو د ګلانو روزل ډېر ګران تماميږي، په دې هېواد کې به په ډېر همت او زحمت يو ګل وروزې، خو چې د ثمرې وخت يې راشي نو د بې رحمه خزان تر شا داسې لوګري راپيدا شي چې روزل شوی ګلاب په ډېرې اسانۍ ورژوي.
ارواښاد عبدالقديم پتيال يو له هغه ګلانو څخه و چې په خپل زحمت او همت پر علم او پوهه زين کړي اس سپور و او د برياليتوب د ميدان له څلورو خواو يې طوافونه کول.
پتيال هغه ځوان و چې، د ثمرې ورکولو وخت يې و، د هغه د پوهې ونې بېلابېلې څانګې لرلې، هر چا يې له مېوې ګټه اخيسته او هر څوک يې په خوند پوهېدل، خو هغه انسان چې د پتيال د پوهې درخته(ونه) يې نوره مېوې ورکولو ته پرې نه ښوده نو مالومه خبره ده چې، د نوموړي د پوهې مېوه يې نه وه خوړلې.
ارواښاد پتيال څېړونکی و، کره کتونکی و، ليکوال و، شاعر و، خطاط و او د مظلوم کلک ملګری او د هر ډول ظلم پر وړاندې سخت مبارز و.

پتيال د کندهار د پوهې او ادب پر اسمان هغه روڼ ستوری و چې د خپلې پوهې پر شغلو يې ډېرې سترګې وبرېښولې.
پتيال شعر ليکه، له شعر سره يې ځانګړې مينه لرله، د کندهار ادبي بنډارونه او د انارګل مشاعره يې توده کړې وه، خپله يې پوخ شعر ليکه، شعر يې مينوال لرل، په خپل شعر د ډېرو مظلومو انسانانو زړونه ټکور کړي دي، هغه د خپلې خوږې ژبې پښتو سره ځانګړې مينه لرله، کله چې د اطلاعات او کلتور رئيس شو نو په کندهار کې يې ادبي يون پيل کړ، د کندهار ادبي ملګري يې پر يوه ټغر راټول کړل، خپلو ملګرو ته يې د مينې او يووالي درس ورکړ او په دې يې وپوهول چې زړونه څنګه خپليږي.
د پښتو ادب له اسمان دغه پرېوتي ستوري د کندهار د ادب پر ځمکه د خپل زړه پر وينو داسې پنځونې وټوکولې چې ترڅو دا نړۍ وي نو ادبپال به يې له فصل حاصل اخلي.
نوموړی سره له دې چې شاعر و ځوان محقق و، په اوسنيو ځوانو څېړونکو کې پتيال ځانګړی ځای لاره، لويه حوصله يې لرله او د څېړنې په برخه کې يې بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې ليکلي دي.
د ((پردېس بېنوا)) په نوم يې د ارواښاد بېنوا پر ژوند او آثارو مستقل کتاب وليکو، د پښتو ژبې د فلکلور ستر خدمتګار ارواښاد محمد ګل نوري پر ژوند او آثارو يې څېړنه وکړه، د ((زرپاڼې)) په نوم يې ناول ترجمه کړ او د ((انکار)) په نوم د زړه پر خوږو خبرو سوي زړونه ټکور کړل.
ارواښاد پتيال د اطلاعات او کلتور د رياست مسؤليت په لوی برياليتوب ترسره کړ، له دغې دندې وروسته د کندهار مرستيال والي شو، چې بوختيا يې نوره هم ډېره شوه خو د بوختياو سره سره يې بيا هم ادبي هڅې فعاله ساتلې او بېلابېلو غونډو ته به يې تګ راتګ کاوه.
کله چې هلمند کې د ارواښاد عبدالروف بېنوا په اړه علمي سمينار جوړ شو نو پتيال ورته له کندهاره راغی ما ورته وويل: پتيال صیب! امنيتي شرايط برابر نه دي خو بيا هم تاسې سيمينار ته راغلاست، هغه په ډېره خوږ انداز راته وويل: (( چې په هلمند کې د ارواښاد بېنوا پر ژوند او فن سيمينار جوړيږي او زه را نه شم نو زړه به مې څنګه کرار شي.))
پتيال رښتيا هم پر پښتو او پښتنو مئين و، هغه د خپلې رسمي دندې پر مهال په کندهار کې د بېلابېلو ليکوالانو او شاعرانو لسګونه کتابونه چاپ کړل او په خپل دغه بې مثاله خدمت يې د پښتو ادب لمن له ډېرو مرغلرو ډکه کړه.
که د پتيال د ادبي شخصيت پر ځمکه مزل وکړو شايد پکې ورک شو، هغه په خپل کم عمر کې ډېره څه وپنځول، چې هر چاته د لمر پشان روښانه دي.
دغه تاند ځوان يوازې پر شاعرۍ، ليکوالۍ، څېړنې، ژباړۍ، خطاطۍ او انځورګرۍ بسنه ونه کړه، بلکې د سياست په ازغن ډګر کې هم قدم کېښود، ددې هېواد حالت يې وشنل، کندهار ولايتي ادارې ته يې په خپلې غښتلې مفکورې بېلابېلې طرحې وړاندې کړې او ددې هېواد د سياسي حالت د روڼتيا لپاره يې بې مثاله کارونه وکړل.
عبدالقديم پتيال يو خوږ شخصيت درلوده، که به پنځه دقيقې ورسره څوک کښېناست نو د دغه د شخصيت له خوږو به يې حتما يو څه له ځان سره اخيستل، د هغه دنده د هېواد په لر او بر کې مينه خپرول ول، خو دا چې زموږ په ټولنه کې د مينې خپرېدل بدله وينه ده نو دغه خوږ ځوان په بدن کې لا د ځوانۍ وينه په جوش او خروش وه، ددې هېواد ډېری بچيان يې د پوهې انرژۍ ته خپلې هېلې غوړولې وې، خو د پوهې د بڼ دغه بې مثاله ونه د خزان بې رحمه بادونو ورېبله د نورې مېوې توان يې ترې واخيست.
د ارواښاد پتيال د پوهې ونه وچه وشوه، خو دغه ونې داسې مېوې ټولنې ته ورکړي دي چې تر قيامته به يې خلک پر خوږو نه مړيږي، د هغه اثار، ليکنې او شاهکارونه به ژوندي وي، د هغه يادونه خاطرې به ژوندۍ وي او بالاخره لوی کندهار به تل پتيال ژوندی بولي.
د پتيال د فکر د خورېدو په هېله!
سردار محمد همدرد هلمند
۱۳۹۳/۱۰/۲۲