کور / سپورټي / په نرخ ولسوالۍ کې د فوټبال او والیبال لوبولوبغالي جوړل شول

په نرخ ولسوالۍ کې د فوټبال او والیبال لوبولوبغالي جوړل شول

د میدان وردګو ولایت کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ،شهاب الدین حوزې په دراني لېسه کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د والیبال او فوټبال لوبې یو،یو لوبغالی تر جوړېدو وروسته نن ( سې شنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد لوبغالي د څلوېښت مترو سور او اتیا مترو په اوږدوالي ساحه کې د درې میاشتو په موده کې جوړ شوي،چې په کې به د یاد ښوونځي د زده کوونکو سر بیره د شهاب الدین حوزې ګڼ شمېر ځوانان هر مهال لوبې ترسره کړي .

په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نرخ ولسوالۍ د مسؤلینو سربیره د ولایتي شورا مؤقت مرستیال مېرویس امېري او د دغه شورا مؤقت منشي شریف الله هوتک او د سیمې مخورو ګډون کړی وو.

د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي د کلیو پراختیا ریاست د ثبات پروګرام مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې یې د لوبو ترسره کولو په موخه معیاري لوبغالې جوړ کړل .

ده د میدان وردګو سرپرست والی ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پیغام هم ګډونوالو ته ووې،چې په کې د لوبغالو څخه د ښې ساتنې لارښوونه شوې وه.

د ولایتي شورا مرستیال او منشي هم د ولسونو په استازۍ د ټولو هغه مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د یادو پروژو په بشپړولو کې همکاري کړې ده.

د یادونې وړده،د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ثبات پروګرام له لورې د ۴۶ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۶ لوبغالې منظور شوي وو،چې تر دا مهاله یې د لسو په شاوخوا کې جوړ شوي دي .