کور / سياسي / د افغانستان د نوي کابینې جاج!

د افغانستان د نوي کابینې جاج!

ولسمشر اشرف غني د لوړي تر مراسمو ۱۰۷ ورځي وروسته د خپل حکومت کابینه اعلان کړه، نوموړي ویلي وو، چي کابینه به د حکومت په اولو ۴۵ ورځو کي اعلانوي، خو تر ۶۲ ورځو ځنډ وروسته چي یې علت هرڅه وو، د کابینې اعلان یو غټ پرمختګ دئ.

ولسمشر اشرف غني ویلي دي، چي له وزیرانو سره به (غالباً یو کلن) قرارداد لاسلیکوي، هر وزیر به دمخه لا شپږمیاشتنی کاري پلان ورته جوړوي او وزیران مکلف دي، چي په هرو شپږو میاشتو کي د فعالیت راپور ملي شورا ته ورکړي.

ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي کمپاین پر وخت دا ژمنه هم کړې وه، چي د حکومت غړي به یې پر لوړو زدکړو سربېره مسلکي هم وي او په حکومت کي به یې د ځوانانو او ښځو برخه پیاوړې وي.

د کابینې له اعلان سره د هیواد په رسنیو او ټولنیزو ویبپاڼو کي د کاندیدو وزیرانو په باب رقم رقم تبصرې کېږي، ځیني یې له ژبني، څوک یې له سمتي او یو او نیم یې د خپلو سیاسي آیډیالوژيو له زاویو څخه جاج اخلي.

زه مي لیکنه د محور ورځپاڼي له هغي مقالې سره په تړاو کاږم، چي په یوه سرسرکي لیکنه کي یې د کابینې فقط څلور سلنه غړي مسلکي بللي وو. که د ملي امنیت او افغانستان بانک رئیسان له پامه وغورځوو، او یوازي د کابینې ۲۵ وزیران حساب کړو، نو د محور ورځپاڼي په حواله د کابینې یو کس مسلکي دئ. (1=25*4/100)
خو زه اول د کابینې غړي پر درو برخو، مسلکي – تخصصي، تجربه لرونکي او غیر مسلکي کسانو باندي وېشم، وروسته یې فیصدي معلوموم.
دلته د وزیرانو پر سیاسي، سیمه ایز، قومي او ژبني تړاو او یا هم دوهم تابعیت هیڅ نه ږغېږم.

الف: مسلکي– تخصصي کاندیدان:

۱ – شیرمحمد کریمي:
د دفاع کاندید وزیر جنرال شیرمحمد کریمي په انګلستان، امریکا او هندوستان کي لوړي پوځي زدکړي کړي دي، د اعلیحضرت محمدظاهرشاه له حکومت راهیسي پر بېلا بېلو پوځي مقامونو پاته سوی دئ، چي هم په علمي، هم مسلکي او هم تجربوي لحاظ د دفاع وزارت ته وړ کاندید دئ.

۲ـ جنرال نورالحق علومي:
د کورنیو چارو کاندید وزیر جنرال نورالحق علومي، اول په امریکا او وروسته په روسیه (هغه وخت شوروي اتحاد) کي لوړي پوځي زدکړي کړي دي، د ډاکټر نجیب الله په حکومت کي د جنوب لوېدیځي حوزې تنظیمه رئیس وو، چي په علمي او مسلکي لحاظ د کورنیو چارو وزارت ته غوره کاندید دئ.

۳ـ داود شاه صبا:
د کانونو وزارت ته کاندید داودشاه صبا د کابل له پوهنتون څخه په مځک پېژندننه کي ماسټري او بیا د هندوستان له ممبی پوهنتون څخه په همدې رشته کي دوکتورا لري، د کابل په پولیتخنیک پوهنتون کي د خپل مسلک استاد پاته سوی دئ، څو کاله د هرات والي او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشاور وو. نوموړی هم د کانونو د وزارت دپاره وړ او مسلکي شخص بللای سو.

۴ـ سعادت منصور نادري:
د کار او ټولنیزو چارو کاندید وزیر سعادت منصور نادري په لندن کي د اقتصاد او نړۍ والي سوداګرۍ ماسټري کړې ده، د رسمي دولتي کار تجربه نه لري، خو د افغانستان په شمالي ولایتونو کي د شخصي تجارتي کمپنیو مشر پاته سوی دئ، چي په سوونو کسانو ته یې کار ورکړی او په بریالیتوب یې اداره کړي دي، د اقتصاد او سوداګرۍ لوړو زدکړو ته په کتلو سره یې مسلکي کاندید بلل کېږي.

۵ـ آی سلطان خیري:
د اطلاعات او کلتور کاندیده وزیره آی سلطان خیري د ادبیاتو لیسانسه، په ترکي ژبه او ادبیاتو کي دوکتورا لري. آغلې خیري د کابل پوهنتون د ادبیاتو استاده او د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیسه هم پاته سوې ده، خو دا چي ژورنالیستیک او فرهنګي فعالیتونه سره تړلي دي، او د اطلاعات او کلتور وزارت ته که مسلکي کاندید غواړو، نو باید یا د ژورنالیږم یا هم ادبیاتو مسلکي وي، چي په دې حساب آغلې خیري هم مسلکي کاندیده ده.

۶ـ نصیراحمد درانی:
د کلیو او پراختیا وزارت ته نوماندنصیراحمد درانی د کابل له پولیتخنیک پوهنتون څخه د انجینرۍ لیسانس او د امریکا له نبراسکا پوهنتون څخه په پرمختیايي چارو کي ماسټري لري، نوموړی اوس د کانونو د وزارت مرستیال هم دئ، چي لوړي زدکړي او تجربه یې د کلیو او پراختیا وزارت دپاره مسلکي کس ثابتوي.

۷ـ محمود صیقل:
د اوبو او انرژۍ وزارت کاندید ښاغلي محمود صیقل په اسټرالیا کي ساختماني انجینري ویلې ده، هلته یې په ساختماني پروژو کي څو کاله عملي هم کار کړی دئ، خو د برهان الدین رباني له حکومت راهیسي په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کي ډېر مطرح دئ، نوموړی په اسټرالیا کي د افغانستان سفیر هم پاته سوی دئ، خو لوړي زدکړي او د ساختماني پروژو تجربه یې د دې سبب کېږي چي د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې مسلکي کاندید وبولو.

۸ـ فیض الله کاکړ:
له نشیي توکو سره د مبارزې کاندید وزیر فیض الله کاکړ اصلاً د طب ډاکټر دئ، د امریکا له انډیانا پوهنتون څخه یې په زهرپېژندنه کي ماسټري کړې ده او د واشنګټڼ له پوهنتون څخه په مرض پېژندنه کي دوکتورا لري. نوموړی د عامي روغتیا او معارف وزارت معین پاته سوی دئ، چي تجربې او پوهي ته په پام سره د عامي روغتیا وزارت ته جوړ دئ، خو له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چي اصلاً تخصصي وزارت نه دئ، نو ښاغلی کاکړ هم غیرمسلکي کاندید نسو بللای.

۹ـ فېروزالدین فیروز:
د عامي روغتیا وزارت کاندید فیروزالدین فیروز په کابل کي د افغان پوځ طبي اکاډمي ویلې ده، د هند له جیپور پوهنتون څخه یې د طب په برخه کي زدکړي کړي دي، له لندن څخه په عامه اداره کي ماسټري هم لري. ښاغلی فیروز د عراق په عامه روغتیا وزارت کي د نړۍ وال بانک مشاور او له څو کلونو راهیسي په افغانستان کي د روغتیا وزارت معین دئ، چي د زدکړو او تجربې پر اساس یې ښه کاندید بللای سو.

۱۰ـ فیض محمد عثماني:
د حج او اوقافو وزارت ته کاندید فیض محمد عثماني په اسلامي او سیاسي علومو کي لیسانس لري، د پوهنتون استاد او په طلوع تلویزون کي د دیني خپرونو چلوونکی پاته سوی دئ، چي مسلکي کس یې بللای سو.

۱۱ـ خلیل صدیق:
د افغانستان بانک لوی رئیس خلیل صدیق په کابل پوهنتون کي اقتصاد ویلی دئ، د افغانستان بانک او د افغانستان د نړۍ وال بانک لوړ پوړی مامور پاته سوی دئ، نوموړی په بانکي چارو کي شاوخوا ۳۰ کاله تجربه لري، چي د افغانستان بانک د ریاست دپاره یې په علمي، مسلکي او تجربوي حساب تر ټولو وړ کاندید بللای سو.

ب–تجربه لرونکي کاندیدان:

۱ـ صلاح الدین رباني:
د بهرنیو چارو کاندید وزیر صلاح الدین رباني په اداره کي ماسټري، خو په ډیپلوماتیکو چارو کي تجربه لري. که یې مسلکي سویه د خارجه وزارت وړ نه بولو، خو دا چي په ترکیه کي د افغانستان سفیر پاته سوی دئ، او ملګرو ملتونو ته د افغانستان په سفارت کي یې هم د ډیپلومات په توګه کار کړی دئ، نو د بهرنیو چارو وزارت ته یې نسبتاً وړ کاندید بولم.

۲ـ قمرالدین شینواری:
د سرحدونو او قبایلو وزارت ته کاندید قمرالدین شینواري په کابل کي عربي دارالعلوم او بیا په پاکستان کي شرعیات ویلي دي، له یوې خوا نوموړی په جلال آباد کي د یوه قومي مشر په توګه مطرح شخص دئ، او له بلي خوا د سرحدونو او قبایلو وزارت هم تخصصي وزارت نه دئ، نو ښاغلی شینواری هم بد کاندید نسو بللای.

۳ـ نجیبه ایوبي:
د ښځو د چارو وزارت ته کاندیدي نجیبې ایوبي د پروان په پیداکوژي انستیتوت کي دري ادبیات ویلي دي، په ژورنالیزم کي تجربه لري او له تیرو څو کلونو راهیسي د کلید ګروپ مشره ده. دا د هیواد په رسنیز ډګر کي د ښځو د حقونو په فعالانو کي مطرح مېرمن ده، چي د افغان ښځو له ټولنیزو ناخوالو څخه ښه خبره ده. آغلې ایوبي د دې وړتیا لري چي د ښځو د چارو سمبولیک وزارت اداره کړي.

۴ـ سیدعالمي بلخي:
د کډوالو وزارت کاندید سید عالمي بلخي په اېران کي اسلامي فقه ویلې، د برهان الدین رباني په حکومت کي د سوداګرۍ وزیر پاته سوی دئ، دا چي د کډوالو وزارت تخصصي وزارت نه دئ، نو تجربې او زدکړو ته په پام سره یې وړ کاندید بللای سو.

۵ـ احمدسیر مهجور:
د عدلیې وزارت کاندید احمدسیر مهجور په اسلامیاتو کي لیسانس کړی او بیا یې په فرانسه کي د سیاسي فلسفې ماسټري کړې ده، په سیاسي ټولنپوهنه کي دوکتورا لري، که څه هم عدلي چاري جلا مسلک او پوهي ته اړتیا لري، خو د نوموړي دیني او ټولنیزو زدکړو ته په پام سره یې د دې وزارت دپاره بد کاندید نسو بللای.

۶ـ رحمت الله نبیل:
د ملي امنیت د ریاست دپاره اوسنی رئیس رحمت الله نبیل یو ځل بیا نومول سوی دئ، نوموړي په پېښورکي انجنیري ویلې ده، د ملګروملتونو له UNHCR ادارې سره یې کار کړی دئ. د افغانستان د امنیت د شورا مرستیال پاته سوی دئ، چي بیا تر ځانګړوامنیتي زدکړو وروسته د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ساتونکو مشر سو. ښاغلی نبیل د هغه تجربې او اوسنیو لاسته راوړنو ته په کتلو سره وړ کاندید بلل کېږي.

ج– غیرمسلکي کاندیدان:

۱ـ شاه زمان میوندي:
د ښاري پراختیا وزارت کاندید شاه زمان میوندي په اقتصاد کي ماسټري لري، که د ښاري پراختیا وزارت فني یا تخصصي وبولو، نو نوموړی ظاهراً د ښاري پراختیا وزارت ته جوړ کس نه دئ، ځکه نه په دې چارو کي تجربه لري او نه هم مسلکي زدکړي لري.

۲ـ غلام جیلاني پوپل:
د مالیې وزارت نوماند غلام جیلاني پوپل په سیاسي علومو او حقوقو کي لیسانس لري، دا چي د مالیې وزارت یو تخصصي او ډېر کلیدي وزارت دئ، نو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت او د محلي ارګانونو د ادارې ریاست یې د ماليې وزارت ته د وړتیا پر تجربه نه حسابل کېږي، چي زما په نظر د دې وزارت وړ کاندید نه دئ.

۳ـ خاطره افغان:
د لوړو زدکړو وزارت کاندیده خاطره افغان د ښه حکومتوالۍ او عامه ادارې ماسټره ده، د کاري تجربې په باب یې معلومات نسته، ښائېدل چي د لوړو زدکړو وزارت ته یو تجربه کار علمي شخصیت ټاکل سوی وای، چي لږ تر لږه څو کاله خو یې د یوه پوهنتون د ریاست تجربه درلودای.

۴ـ برنا کریمي:
د مخابراتو وزارت کاندید برنا کریمي د تجارت په مدیریت کي ماسټري لري، چي په زدکړو برابر دئ، خو دا چي د مخابراتو وزارت اول تخنیکي او بیا تجارتي دئ، نو که د معلوماتي ټکنالوژۍ یو مسلکي انجینر ورته معرفي سوی وای تر ده به ډېر ښه وو.

۵ـ سردارمحمد رحیمي:
د سوداګرۍ وزیر سردارمحمد رحیمي د تهران له پوهنتون څخه د سیاسي علومو لیسانس او بیا په همدې علومو کي دوکتورا لري، نوموړی که څه هم په سیمه ایز سیاست پوه دئ، خو نه د سوداګرۍ او نه هم د اقتصاد په برخه کي تخصص او کاري تجربه لري، چي وړ کاندید یې نسو بللای.

۶ـ یعقوب حیدري
د کرني او مالدارۍ وزارت کاندید یعقوب حیدري په پیدا کوژي کي د شوروي اتحاد له یوه جمهورت څخه ماسټري کړې ده، په نظامي او استخباراتي چارو کي یې وظیفې اجرا کړي دي، چي بیا یې له روسیې او اروپايي هیوادونو سره د کرنیزو توکو سوداګري کړې ده، چي نه په مسلکي او نه هم په تجربوي لحاظ د کرني وزارت ته جوړ دئ.
د نوموړي په باب تازه انکشاف دا دئ چي جرمي سابقه لري، د انټرپول پولیسو په لیست کي یې نوم هم دئ، ویل کېږي چي ښاغلي حیدري د سوداګرۍ پر وخت د استونیا هیواد ته مالیه نه ده ورکړې او هلته یې په جعل کاریو کي لاس درلودئ.

۷ـ فیض الله ذکي:
د ترانسپورټ وزارت کاندید فیض الله ذکي اصلاً د مځک پېژندني لیسانسه دئ، په ژورنالیزم کي تجربه لري، چي د ترانسپورټ د وزارت وړ نه دئ.

۸ ـ سردارمحمد رحمن اوغلي:
د اقتصاد وزارت ته کاندید سردارمحمد رحمن اوغلي په مطبوعاتي چارو کي ماسټري لري، د بلخ پوهنتون استاد پاته سوی دئ، چي نه د اقتصاد غوندي مسلکي وزارت ته لازمي زدکړي او نه هم تجربه لري.

۹ـ ګل زلمی یونسي:
د پوهني وزارت کاندید ګل زلمی یونسي د حقوقو او سیاسي علومو لیسانس لري او سیاسي فعال پاته سوی دئ، چي نه د معارف په چارو کي تجربه لري او نه هم له مسلکي پلوه د معارف غوندي کلیدي وزارت ته جوړ دئ.

۱۰ـ ډاکټر عباس بصیر:
د فواید عامې وزارت نوماند ډاکټر عباس بصیر د هند له جواهرلال نهرو پوهنتون څخه په نړۍ وال قانون کي ماسټري او له اېران څخه په شرعیاتو کي د کتورا لري، په چاپېریال ساتنه کي مشاور پاته سوی دئ، که څه هم ښې لوړي زدکړي لري، خو د فواید عامې غوندي نیمه فني وزارت وړ نه دئ.

فیصدي:
که د مسلک معیار خاص په هماغه ډګر کي اکاډیمکي زدکړي وي، نو د ۲۵ وزیرانو په منځ کي لس تنه د ۱۰۰ نمرو په درلودلو سره مسلکي او وړ کاندیدان دي، چي د کابینې ۴۰ ٪ جوړوي. که پنځه تجربه کار وزیران په اتیا فیصده نمرو ور زیات کړو، نو به د کابینې ټول مسلکي کسان ۱۴ تنه سي چي ۵۶ ٪ فیصده جوړوي، که ۱۰ غیر مسلکي کاندیدانو ته د نومرو په ورکولو کي بېخي ډېره چوسي وکړو، هم یې تر ۶۰ فیصده نمرې نسو ورلږولای، چي بیا به نو له ۲۵ (مسلکي + تجربه کار + غیر مسلکي) وزیرانو څخه ۲۰ په تول پوره کسان راجوړ کړي، چي که یې فیصدي راوباسو نو د کابینې د مسلکيتوب فیصدي به ۸۰ ٪ ته لوړه کړي. (80=100*20/25)
دا فیصدي هغه وخت نوره هم لوړېږي چي د ولسمشر غني په وړاندي سوي لیست کي بېله دې چي څوک ځني کم یا ور زیات کړو،او فقط یو کاندید له یوه څخه بل وزارت ته وړاندیز کړو. مثلاً د کرني وزیر د پیدا کوژۍ ډاکټر دئ، چي په مسلکي لحاظ یې ښایي د معارف وزارت وړ وبولو، د نشيي توکو سره د مبارزې وزیر بیا د طب ډاکټر دئ، چي ښايي د عامي روغتیا وزارت ورکړل سي.

نتیجه:
اوسني سیاسي واقعیتونه او د تېرو حکومتونو کابینې چي په پام کي ونیسو، په ډېر ډاډ سره ویلای سم، چي د ولسمشر اشرف غني وړاندي سوې کابینه هم مسلکي او هم له پوهو اشخاصو څخه جوړه ده. د ځوانانو برخه په لوړه فیصدي او د ښځو دا په نسبتاً ښه فیصدي سره په پام کي نیول سوې ده، جنګ سالاران ځني ایستل سوي دي، ډېر نوي او با استعداده کسان ورته راجلب سوي دي، چي انشاءالله د وطن ګټي به ورسره خوندي سي.