کور / هراړخیز / داسي خلک چي په مرګ خوښي او د ماشوم په زېږېدو خپګان لمانځي

داسي خلک چي په مرګ خوښي او د ماشوم په زېږېدو خپګان لمانځي

سرچينه: dna India
د ماشوم په پیدا کېدو خوښي او د یو چا په مرګ غم نمانځل د انسان په فطرت کې شامل دي؛ خو په هندوستان کې د یوې قبیلې دغه نظام په عجیبه ډول له دې بیخي بېل دی.  
د هندوستان په راجستان آیالت کې د ستیا (Satiyaa) په نامه یوه قبیله اوسي، چې په ورانو او ویجاړو شوو ځایونو او د سړکونو په غاړو ژوند کوي.
دغه قبیله شاوخوا ۲۴ کورنۍ لري او زیاتره وګړي یې بې سواده دي.
د دوی په کورونو کې چې کله ماشوم پیدا شي؛ نو په دوی باندې غم او ماتم وي او هر کله چې د دوی د کورنۍ یو غړی مړ شي؛ نو دوی بیا ډېر خوشاله وي او د خوښۍ جشنونه نیسي او د مړي بدن په رنګارنګ ښکلو شیانو ښایسته کوي او دوی ورته ګډېږي.
د دغې قبیلې خلک وایي، چې مرګ د دوی لپاره یوه لویه خوښي ده او د یو کس په مرګ سره دوی نوي جامې اغوندي، خواږه شیان او شیریني خوري او د ګډاګانو او خوښیو محفلونه او پروګرامونه جوړوي.
دوی خپل مړی د ډولونو په وهلو او د نڅاګانو په ملتیا سره د مړو د سوځولو ځای ته وړي او سوځوي یې.
دوی د مړ شوي کس بدن په بشپړه توګه له سوځېدلو او ایره کېدلو وروسته خپلو هستوګنځایونو ته ستنېږي او د بل کوم کس مړيني ته انتظار باسي.