کور / سياسي / د پاكستان غير عادلانه او غير مسئولانه پرېکړه

د پاكستان غير عادلانه او غير مسئولانه پرېکړه

د مهاجرينو په اړه دي د پاکستان د خپلسرۍ مخه ونيول شي
صميم کټوازی
د پاکستان دولت په دغه هيواد کي د مېشت افغان مهاجرينو په ضد د عملياتو په لړ کي پرېکړه کړې چي ټول هغه مهاجرين چي قانوني اسناد لري له ښارونو به ئې کېمپونو ته ولېږي او د هغو پاکستانيانو په ضد به هم قانوني چلند وکړي چي مهاجرينو ته ئې کورونه په کرايه ورکړي، د دې هيواد د کورنيو چارو وزير په وار وار په خپلو خبري ناستو کي اعلان کوي چي د پلان په لومړي پړاو کي به ټول مهاجرين راجستر کړي، په دويم پړاو کي به ئې تر کېمپونو پوري محدود او په درېيم پړاو کي به ئې خپل هيواد ته ولېږي.
د مهاجرينو د برخليک په اړه د پاکستان دولت په يو اړخيز ډول غير مسئولانه او غير عادلانه پرېکړي کوي، د پورته پلان له مخي غواړي له خپلو ښارونو افغان کډوال پرته له دې چي د دوی شرائط په پام کي ونيسي و باسي او په هغو کېمپونو کي ئې را ايسارکړي چي د انسانانو خو څه چي د حيوانانو د ژوند لپاره هم مناسب ندي، همدا لامل دئ چي افغانان تر دې کېمپونو خپل هيواد ته ترجيح ورکوي او په دې سوړ ژمي کي کډي تړي او خپل هيواد ته ځي.
په تاسف سره چي له يوې خوا د دې هيواد د مهاجرينو او سرحدونو د چارو وزير وايي چي افغانان به په خپله خوښه په عزت سره خپل هيواد ته لېږي خو له بلي خوا د خېبر پښتونخوا پوليس د دې ايالت په هريپور او نورو ښارونو کي افغان مهاجرين ګواښي او جبراً ئې د کورونو او کاروبارونو پرېښودو ته اړ کوي، د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره چي د مهاجرينو د سمبالښت مسئوليت پر غاړه لري، په دې اړه د بې کچه بې کفايتۍ او بې غورۍ مظاهره کوي.
د افغان مهاجرينو يو لوی شمېر له تېرو پنځه دېرشو کلونو را ايسي د پاکستان په کليو او ښارونو کي ژوند کوي، په دوی کي ډېری دا سي دي چي حتی د هجرت په لومړيو ورځو کې هم له نړيوالو ادارو مرستي ندي ترلاسه کړې او خپلي ټولي اړتياوي د خپلو مټو په زور رفع کوي، له کلونو کلونو را ايسي په ښارونو کي کاروبار کوي، ماشومان ئې په پاکستاني دولتي او نادولتي ښوونځيو کي زده کړي کوي، د دوی معامله له هغو مهاجرينو کورټ جلا ده چي په کېمپونو کي اوسي، کېمپونو ته د دوی لېږل يوه ډېره غير عادلانه او غير مسئولانه پرېکړه ده چي د پاکستان حکومت ئې په خپلسري ‌ډول کوي، دوی بايد مخکي له دې چي داسي يو پلان تطبيق کړي دې پوښتني ته دي معقول جواب ولټوي چي د هغو زرګونو افغان زده کوونکو راتلونکی به څرنګه تضمينوي چي د پاکستان په دولتي او نادولتي ښوونځيو کي زده کړي کوي، او د هغو زرګونو کورنيو د اقتصادي تباهۍ مسئول به څوک وي چي کاروبارونه ئې په پاکستان کي پاته کېږي او دوی د يو داسي هيواد د خپلسرۍ قرباني کېږي چي نړيوالو تعهداتو ته تر هر بل هر هيواد ځان ډېر ژمن بولي.
د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو نړيواله اداره دي په دې قضيه کي جدي مداخلت وکړي او د پاکستان د حکومت په ملتيا دي د مهاجرينو خپل هيواد ته د لېږني پر يو داسي مېکانيزم کار وکړي چي هره اړخيزه Feasibility ئې په پام کي نيول شوې وي، داسي چي مهاجرين په ډاډه زړه خپل هيواد ته ستانه شي، راتلونکی ئې له تباهۍ وژغورل شي ، د افغانستان او پاکستان اړيکي خرابي نه کړي او «څوک» د مهاجرينو له زخمونو خائنانه ګټه وا نه خلي، داسي چي د «چا» لپاره ترې د زهرو ګولۍ جوړي نه کړي.
په همدې هيله