کور / هراړخیز / میډیا او تاثیر یې پر عامه اذهانو

میډیا او تاثیر یې پر عامه اذهانو

میډیا چي ورته څلورمه قوه ویل کیږي په دې ورستیوکي د ټکنالوژۍ له برکته په ټوله نړۍ کي خورا چټک پرمختګ کړي ،او ورځ تر بلي یې اهمیت او پر ټولنه تاثیر ډیریږي . یو وخت په ټولنه کي تر ټولو قوي او یوازنۍ د میډیا اله کتاب وو چي په تدریج سره ورځپاڼي او مجلې وده وکړه او خلګو توجه یې ځانه ته جلب کړه ، او بیا ورو ورو تصویر ،د آواز ثبت ، فلم، راډیو ،ټلویزیون او په دي ورستیو کي انترنیټ او اوس ټولنیزه رسنۍ ډیر موهیم رول لوبه وي . په اوسني وخت کی هرڅوک ضروت لري چي د ورځنۍ چارو لکه تعلیم او تربیه ، صحت ، امنیت ، اقتصاد او تجارت ،سیاست او نورو ورته چارو د ښه تنظیم په موخه د میډیا څخه معلومات ترلاسه کړي او ددې معلوماتو را ټولول زموږ د ژوند موهیمه برخه تشکیله وي ، کله چي سهار د کار پیل کوو نو د هر څه نه مخکي د تیلفون پیغامونه ،ایمیلونه ، اخبار ،راډیو او تلویزیون تر نظر تیره وو تر څو د تازه معلوماتو په هکله آګاه سو، له دي څخه ښکاري چي موږ رسنیو ته په خپل ژوند کي ځاي ورکړي او له ویلو ،اوریدلو او لیدلو څخه یې متأثره کیږو کوم چي د ژوند د چارو په تصمیم نیولو کي ورڅخه د لارښود کار اخلو، داچي زموږ په ژوند کي يې ځانګړي ځاي پیداکړي نو ښه به وي چي پوه سو چي رسنۍ د چاه لخوا ادره کیږي او کنترول یې د چاه په لاس کي دي .ډیره به جالبه وي چي ووایو چي د ننۍ نړۍ ۹۵٪ میډیا د پنځو شتمنوکمپنیو په واک کي ده او هرڅه ددوي له خوا اداره او کنترول کیږي چي هغه عبارت دي له (Walt Disney Company, New Corporation, Time Warner, CBS Corporation , Viacom )
د سروې له مخي د ۵۰۰ کمپنیو څخه نموړي پنځه مشهوري کمپنۍ دی چي د نړۍ مشهوره تلویزیون نه رانیولې ،راډیو او انترنیټي رسنۍ په واک کي لري. دا په دې مانا چي زموږ اکثره معلومات چي موهیم تصامیم تشکیله وي له همدي منبع څخه متأثره دي او هغوی کولای سي چي زموږ نظر اومفکوره له تور نه سپین او له سپین نه تور ته وګرځوي . ښه مثال یې د سیپتمبر ۱۱ تاریخ د امریکا پر برجونو باندي حمله ده ، هغوي د رسنیو په مټ د ټولي نړۍ مفکوره داسي تنظیم کړه او قناعت یې ورکړ چي دا کار د القاعده شبکې له لوري تر سره سوي او باید په وړاندي یې اقدام وسي چي خپل په دي موخه کي تر ډیره پوري بریالی سوه .ددي تر څنګ په ټولنیزو ، اقتصادي او فرهنګي موخو له پاره ورڅخه د ځان په ګټه کار اخیستل کیږي او هغه ملکونه چي د اقتصادي او سیاسي بنسټونه یې قوي وي هغوی پر وروسته پاتو ټولنو باندي خپل کلتور ،ژبه او مفکوره په ډیره اساني سره تپلای سي ، که چیري د یوه تنکي ځوان څخه د هندي سینما په هکله پوښتنه وسي نو کافي اندزه معلومات به ولري او حتی د فلمي ستورو د حرکاتو تمسیل ته په خپل ژوند کي ځاي ورکوي د هغوي په ډول خبري، د لباس جوړه ول ، د وریښتانو جوړه ول او داسی نور چي دا ټول ددې ښکارندویه دي چي د ټولني نوي نسل مو څمره د خارجي رسنیو تر تاثیر لاندي دي ،ددې تر څنګ هغه فلمونه ، سندري او پروګرامونه چي بداخلاقه او د افغاني کلتور سره په ټکر کي وي ځوانان غیري اخلاقي کاروته هڅه وي لکه د انجلۍ او هلک تر منځ رابطه ، د شرابو ،سګرتو او نورو نشیي توکو څخه استفاده، ښه مثال یې دخورشید تلویزیون کلید طلایې پروګرام چي خارجي پروژه ده او د ټولني د نوی نسل لپاره د زهرو په شان ده .

خو میډیا ډیري مثتبی اغیزي هم لری چي باید ورته اشاره وسي ، د خلګو د اذهانو روښانه کول ،د تعلیمی پروګرامو خپره ول ، د صحت او نظافت په اړه لارښوونه ، ټولنیز ژوند ، اصیل کلتور ، تاریخ او داسي نور چي په ډیره اساني سره د ټولني هر وګړي ترغوږه په ښه ډول رسوي، خو دا ټول به هغه وخت اغیزمن ارزیابي سي چي رسني مو په خپل لاس او ازادي وي او د ټولني ضرورت یې احساس کړي وي خو په هیواد کي زموږ رسنۍ تر سیاسي فشارونو لاندي کار کوي او د بلي خوا افغانستان د ورسته پاته هیوادو په لیکه کي راځي نو ځکه یې رسنۍ د بهرنیو هیوادو تر اغیزي لاندي دي هغه امکانات ورسره نسته چي د ټولني واقعي ضرورتونه په مستقیل ډول پوره کړای سي .نو ځکه په تلویزیون کي د افغاني سیریال د نه موجودیت په صورت کي هندي، ترکي او یا ایراني سیریالونه یو د بل پسې را ځي ، او هغه زموږ د کلتور سره ډیر توپیر لري چي په نتجه کي زموږ اصیل کلتور زیان من کوي او پرځایې د پردو عنانات ځای نسي .دا چي په دي ورستیو کي ټولینزو رسنیو په ځانګړي ډول ټویټر او فیسبوک په افغاني ټولنه کي ورځ تر بلي وده کړي او د رسنیو په کتار کي یې ځان ته ډیر موهیم ځاي موندلي یو ښه لاسته راوړنه ده چي باید ورڅخه په عظیمی توګه د ټولني د اصلاح لپاره مثبته استفاده وسي. ددي رسنۍ تر ټولو ښه ښیګڼه دا ده چي هر څوک ورته لاس رسي لري او په ازاد او مستقیل ډول خپل نظر څرګنده ولای سي بیله دي چي کوم څوک پکښي لاس ووهي.