کور / ترخې خبري / زوم او خسر په حکومت کي که له حکومته بهر ؟؟؟

زوم او خسر په حکومت کي که له حکومته بهر ؟؟؟

 






زموږ هم عجيبه نظام دی، شپږ اوه كاله كېږي چې په رانازل شوې ديموكراسۍ كې ژوند كوو، خو پوه نه شو چې ديموكراسي څه ته وايي؟ حكومت څه شی دی، مخالف څوك دی، حاكم څوك دی؟ محكوم څوك دی؟ ميا څوك دی؟ ملا څوك دی؟ طالب څوك دی؟ خپل څوك دی؟ او پردی څوك دی؟ ديموكرات څوك دی؟ زورواك څوك دی؟ ټوپكوال څوك دی؟ او قلموال څوك دی؟ مجاهد څوك دی؟ او ملحد څوك دی؟ ما په خپلو دې ګناه كارو سترګو داسې خلك ليدلي چې يو وخت كې يې د اسلام دومره جغه پر سر ولاړه وه چې ديموكراسي خو څه كړې چې ملتپالنه ورته شين كفر ښكارېده، بيا داسې وخت راغی چې همدوی د قوم پالنې او ديموكراسۍ بيرغ پورته كړ، په ټولنيزو او علمي چارو څه چې په عادي ژوندانه كې يې د ښځو ونډه نه شوه زغملای، خو اوس چې ګورې د مارچ اتمه او د ښځو د مناسبونو نورې ورځې ددې ډول اشخاصو په ويناوو پرانيستل كېږي، دا ډول اشخاص په ټولنه كې د ګوتو په شمار نه، بلكې د حساب د ماشين په شمار دي او غټه بې شرمي خو لا داده چې يوه خبره يې توره وي، بله سپينه، يوه ورځ يوه خبره كوي، بله ورځ بله، كه چېرې ددې ډول اشخاصو او سياستوالو د خبرو ارشيف راواخلئ او خپله يې ورته مخې ته كېږدې نو كه سړي كې لږ هم د سړيتوب احساس وي، نو ځان ته به لاړې تو كړي، خير دا ډول اشخاص چې هر څومره راسپړو خبره تر شمار تېرېږي خو راځئ چې يوه بله نمونه دروښيو: ښاغلی پروفيسور برهان الدين رباني د بدخشان د خلكو استازی! او پخوانى جمهور رئيس!. د استاد د سياسي اطلاعاتو قاموس يا غياث الغات ته به لږ تم شو، كله په حكومت كې شي، كله مخالف شي، كله منځګړی شي، كله بهرني ځواكونه  دعوت كړي، كله وايي پر طالبانو (غت غت بمونه واچوئ دا واره دي) كله وايي طالبانو سره بايد مذاكره وشي او كله وايي كه طالبان د كابل دروازو ته راورسېږي موږ به پرې ډزي  ونه كړو، كله وايي حكومت بې كفايته دی بايد اصلاحات په كې راشي كله دا او كله دا، په سلګونو پارا ډاكس يا متضادې خبرې، كله چې څوك د استاد دې خبرو ته ځير شي نو دهغه په هكله به څه قضاوت وكړي؟ كه د ټولنې يو عادي سړی له سادګۍ او كوم ليكوال د هنري كيفيت لپاره پاراډكس خبرې كوي نو هغو نه خو ګيله ځكه نه ده په كار  چې يو نه پوهېږي او د بل هنري ضرورت دی نو يو څوك چې استاد وي، جهادي مشر وي، د يو ولايت د خلكو وكيل وي او جمهور رئيس! تېر شوی وي هغه ته متضادې خبرې كول څه مانا لري؟ د هغه شخصيت ته څومره ګواښونه پېښولای شي؟


موږ دلته نه غواړو د استاد پر ټولو متضادو خبرو او عملونو كتنه وكړو غواړو يوازې دده د ملي جبهې او په اصطلاح اپوزېشن په باب  لنډ بحث وكړو: كله په رسنيو كې راځي چې ملي جبهه د حكومت مخالف لوری يا اپوزېشن دی. خو  كله چې په عمل كې ګورو، خپله ملي جبهه يا د استاد رباني اسلامي جميعت په حكومت كې تر هر چا زياته ونډه لري. د ساري په توګه لومړی معاون، د كورنيو چارو وزير، د دفاع وزارت لوی درستيز، د ملي امنيت رئيس، د اوبو او برښنا وزير، د افغانستان بانك رئيس او په سلګونو څه چې په زرګونو لوی او واړه پوستونه ټول د اسلامي جميعت په لاس كې دي. د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې هېڅ ګوند چې په انتخاباتو كې يې ماتې خوړلې وي، په حكومت كې دومره ونډه نه لري لكه اسلامي جميعت يې چې په فعلي حكومت كې لري. دا تنظيم عملاً د جمهوري رياست په ټاكنو كې د جمهور رئيس حامدكرزي په مقابل كې ولاړ و خو تر انتخاباتو وروسته تر بل هر مستحق او نا مستحق سياسي ګوند او قشر څخه زياتې څوكۍ لري خو بيا هم د حكومت پر وړاندې ستونزې جوړوي او پر دې امتياز هم قانع نه دی، دوی بيا هم حكومت په بې كفايتۍ تورنوي او وايي چې د سياسي ګوندونو او خلكو غوښتنو ته غوږ نه ږدي. كه حكومت په دې ګرم وي چې د خلكو غوښتنو ته غوږ نه ږدي دا درسته خبره ده ځكه د خلكو يوه غوښتنه دا ده چې د اسلامي جميعت د جګړه مارانو په ګډون دې ټول هېواد پلورونكي او كابل ورانوونكي د حكومت له پوستونو ګوښه كړای شي، په همدې وجه خو خلكو خپله رايه له دې ډلو څخه د يوه نفرت په توګه حامدكرزي ته وركړه، خو ښاغلي كرزي بيا همغه ډلې په قدرت كې شريكې كړې چې خلك ترې تر پوزې راغلي وو>


 د (( حكومت بې كفايتۍ)) څخه د استاد رباني او اسلامي جميعت تعبير يوازې حامدكرزی دی، نه د هغه قدرمن او كارپوه مرستيالان او يا هم نور ښاغلي وزيران! كه چېرې د استاد رباني انتقاد واقعاً پر عدالت ولاړ وای نو لومړی يې بايد پر خپل زوم ( لومړي مرستيال) انتقاد كړی وای چې ددې څوكۍ وړتيا نه لرې، د ولس پر حق غاړه بندوې، يوه مستحق ته يې پرېږده، بيا يې نو كه پر حامدكرزي هر ډول انتقاد كړی وای خلكو به ورته هر كلی ويلای وای، ايا خپل بل قومندان اميرصاحب تورن اسمعيل خان ته متوجه شوی چې د خپلې بې كفايتۍ له وجې يې په سلګونو مليونه ډالر بېرته نړيوالې خزانې ته لاړل؟ ايا كله يې هم د ملي امنيت پر رئيس، كورنيو چارو وزير او يا هم نورو اړوند جمعيتي وزيرانو كومه نيوكه كړې چې ولې مو په كارو كې نيمګړتياوې دي، ايا استاد كله دې ته هم متوجه شوی چې يوه ګوته نورو او څلور ځانته را اوړي، كله يې هم خپله ګرځنده يا موبايل پاچاهي د كرزي له حاكميت سره پرتله كړې. ايا دېته هم متوجه شوی چې د ګلبدين حكمتيار له اسلامي حزب او د عبدالعلي مزاري له اسلامي وحدت ګوند سره د ده د پاچاهۍ بريدونه پل محمودخان او دهمزنګ و!


 ايا دېته يې هم پام كړی چې دده په پاچاهۍ كې په ټول افغانستان كې يو كيلو متر سړك هم نه دی جوړ شوی او ورانی تر حساب تېر و. نو قدرمن استاده! استادي او پاچاهي په حساب او په كتاب ده، د افغانستان خلك غريب دي خو داسې هم نه دي چې چا پسې حساب و كتاب نه شي نيولای، تاسو خپله خپل ځان سره قضاوت وكړئ، ايا د خپل حاكميت پر وخت مو دومره واك و چې اوس يې لرئ!


ايا په اوونۍ كې يو ځل يا دوه ځله تاسو اوسني جمهور رئيس سره نه ګورئ او د هېواد په هر كار كې ستاسو مشوره نه اخلي؟ ايا كوم جميعتی ستاسو له اجازې پرته له كومې دولتي څوكۍ لرې شوی او كه لرې شوی هم دی بل ځای نه دی مقرر شوی؟ څه كېږي كه تاته (اوسنی) جمهور رئيس ونه ويل شي پخوانی جمهور رئيس درته وويل شي؟ ښه به دا وي چې د حكومت مشكلات او نيمګړتياوې په خپل كور كې له خپل زوم سره حل كړئ او كه هغه يې د حل وس نه لري نو حامدكرزي سره خو ستاسو كتل دومره اسان دي لكه له ستوني چې اوبه تېروې. خو يوې خبرې ته بايد دقيق پام وكړې چې نور نو د داسې امتيازونو هيله مه كوه چې هم په حكومت كې يې او هم ځان له ملامتۍ ژغورې او په اصطلاح د اپوزېشن امتياز اخلې. د اپوزېشن امتياز بايد ولس واخلي، ځكه چې ملت په حكومت كې له خپل حق او امتياز څخه بې برخې شوی، نه (اسلامي جميعت)، اسلامي جميعت ته په دې وركړي امتياز كبر مه كوئ ځكه چې تاسو خو تر ټولو ښه پوهېږئ چې كبر اخر زوال لري زوال!.
قلموال نه په مننه


تبصره نسته

  1. دافغان ولس د بدمرغۍ اساسي ټكى دشمال دغلو شته والى او ددوي بې ناموسي ده ، لكه څرنګه چې ورته په ليكنه كې نغوته شوې ده دكابل دښار پۀ يوه څو كوڅو ددوې دظلم او بربريت ددورې ترخې خاطرې چې دهر افغان ضمير هيښوي او هېڅكله به ېې افغان ولس ونه بښي هغه سترې بيلګې دي چې ددې بدنامه ،وطن فروشه ډلې څيره ترېنه پۀ درست ډول ښكاريدلى شي. دهغه وخت مخالف د اسلامي حزب مشر انجينر حكمتيار پۀ دې حساسيت پوهيدلو چې دشمالي ټلوله هېڅ ډول ملي او اسلامي ارزښتونو ته غاړه نه ږدي نو ځكه يې خو سپينه ورځ ېې پرې توره شپه ګرزولې وه خو د افغانستان د دښمنانو پاكستان،روس ،ايران ،تاجكستان ………او نور له منافقت له مخې له ناكامې سره مخ شوخو بيا چې كله دطالبان نظام راغى بياهم افغانانو د خپلي اصلي دښمن د ټكولو لاره خوشې نه كړه بلكې دپنجشېر پۀ دره كې ېې د خرونو دمتيازو پۀ څكلو اړكړل .دادافغان ولس بدبختي وه چې دطالبانو دپرځولو ورسته ېې امريكايانو دسرخير د شمالي ټلوالې په حاكميت او كابل ته پۀ داخيليدلو كې لټولۍ وه خو اوس ورته معلومه شوه چې دا منفوره ډله هېڅ ډول ارزښت او قانون ته پا بند نه دي

  2. وروره تر افغانيت دې جارشم . داهغه خاينان دې چې دځاني گټو لپاره هر ډول ته اتڼ کوي . زه فکر کوم داهغه اپوزېشن دى چې طالب هم ددوى له لاسه راپيداشوى او ددوى له لاسه اوس قلم وال هم طالبان کېږي . خو يوازې به پړه پر دغو بېشرمه سياست والو هم نه وراچوو بلکه زموږ زړور ولس مشر هم ورسره شريک دى . هغه هم دچوکۍ دساتلو په خاطر دومره له پښتونولي او افغانيت نه ليري شوى چې له خپله مخه مچ هم نه شړي او بېره يې داده چې هسي نه دغه مچ ولوى بادار بوش ته شکايت ونه کي .
    مننه ستاسو ددغه ډول ليکنو په تمه

  3. وایم خدای دی په قلم برکت کړه دا لیکوال زه پیژنم نر سړی دی تل همداسې خوږې خوږې خبری کوي خو زه وایم ددی لیکنې اصلي لیکوال ته چې نور هم ملا ټینګه کړه دا د سپکې او ورکې بچیان راځئ پسې واخلو نور وخت ورنه کړو چې سر اوچت کړي دا پاړسبانان خو نوره بې ادبې معاف له پایڅې ویستی دی پښتنو بې غېرته ولې پدی زمانه کې ویده دی هیڅ نه ویښیږي .

    دا ناولې ناشولته تالیڅټي، مجاهد نومي کمونسټان نور پسې واخلئ

    بس خدای مو مل شه

    مینه احمدزۍ

  4. Da loe KHday sakha warta waqii afghaniat ao Khdaeymahakema ghwaram.Pa dranawae

  5. yea really nice essay and i really appriciate your writings.and hope all afghans think in the same way and think deeply about the today politics and conditions of afghanistan then decide how to judje on the issue.
    thanx