کور / خبرتیا او پيغامونه / د بدلون چاپي خپرونې ۴۹ مه ګڼه چاپ شوه

د بدلون چاپي خپرونې ۴۹ مه ګڼه چاپ شوه

د میدان وردګو ولایت مقام د بدلون په نوم ۱۵ ورځنۍ خپرونه یو ځل بیا له چاپه راووته .
په دغه ګڼه کې د میدان وردګو له بند خونې څخه د بندیانو د خلاصون،د سرې میاشتې ادارې له لورې د ولایتي مسؤلینو ستاینې،د مستوفیت او کانونو راټول شویو عوایدو،د والیبال او فوټبال لوبغالو د جوړیدو،د مرحوم ډاکټرعبدالوکیل د نمانځنغونډې او یو شمېر نورو خبرونو ترڅنګ د ځوان ژورنالست محیب الله ارمل پېژندنه هم چاپ شوي دي .
یاده ګڼه د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر لخوا په دوو زرو ګڼو کې چاپ شوی او د دې ولایت د ولسوالیو ترڅنګ،ولایتونو او مرکزي ادارو او سفارتونو ته لیږدول کیږي.
فېسبوک پاڼه:
https://www.facebook.com/pages/MWP-media-office/1454340134820988