کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراوبر ويب پاڼي د همکار تنوير سره خواخوږي

د لراوبر ويب پاڼي د همکار تنوير سره خواخوږي

په ډېره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چي په کندهار کي د لراوبر د خبري څانګي د همکار، د يو (يک) تلوېزيون د کندهار څانګي ريپورټر، په ملي راډيو تلوېزيون کي وياند ښاغلي جاويد احمد تنوير انا وفات سوي.
انا لله و انا اليه راجعون.
د لراوبر ويب پاڼي اداره او همکاران د نوموړي سره په دې خواشيني کي ځان شريک بولي او و نوموړي او دوستانو ته ئې د جميل صبر او انا بي بي ته ئې د فردوس جنت غوښته کوي.
د آغلي جنازه نن په کندهار کي د دوى په پلرنۍ هديره کي خاورو ته سپارله سوې او فاتحه ئې د حاجي سيد محمد ( حاجي سيدک) د سراى سره د دوى په خپل مسجد کي د دوو ورځو له پاره ( يکشنبه او دوشنبه ) اخستله کېږي.