کور / سياسي / يو بام دوې هواوي!

مولانا فضل الرحمن ږیرور استخباراتي افسر

يو بام دوې هواوي!

مولانا فضل الرحمن ږیرور استخباراتي افسر

وایي چې یو وخت په ښار کې داسې یوې خواښې ژوند کاوه چې خپل زوم او نږور ته یې د عدل په سترګه نه کتل او یوه ته یې په بل ترجیح ورکول.
وایي یوه شپه چې د ښار تودې هوا، خلک د آرام خوب له پاره بامونو ته اړ کړي وو، بوډۍ خواښې خپلې لور ته وویل چې له خپل خاوند سره غېژ په غېږ بیده شي؛ ځکه چې هوا سړه غوندې ده؛ خو خپلې نږور ته یې سپارښت کاوه چې له خپل مېړه څخه لږ لیرې څملي؛ ځکه چې تودوخه ډېره ده او زوی یې سم خوب نه شي کولای!
سبا بل سبا چې د سیمې ښځې او نارینه د بودۍ په دې ویناوو خبر شول؛ نو ورو- ورو دا خبره عامه شوه چې کېدای شي یو وخت په یو بام دوه ډوله هوا وچلېږي: یوه سړه او بله توده! زوی او د هغه مېرمن یا د بوډۍ د نږور له پاره هوا توده وه؛ ځکه چې خواښې په نږور مهربانه نه وه؛ خو ها خوا لور او خاوند یې یا د بوډۍ زوم باید نژدې پراته وای؛ ځکه چې زوم په خواښې ګران او هوا سړه ښکارېده!
دا سریزه مې ځکه ولیکله چې د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي هم د همغه بوډۍ خواښې په شان به یو بام او دوه هواوو باور لري.
وګورۍ په دې وروستیو ورځو کې امریکا د ملا فضل الله نوم د نړۍ د ترهګرو په تور لست کې ولیکه. هغه ملا فضل الله چې امریکا یې له اوږدې مودې راهیسې پېژنی او کېدای شي چې په کنړ، نورستان، باجوړ، سوات او یا (ایبټ آباد) کې پټ وي! خو هغه مولانا فضل الرحمن ته څه نه وایي چې په رڼا ورځ، د رسنیو په مخ کې او په اسلام آباد کې، په افغانستان کې جهاد روا بولي او احساساتي ځوانان او ډلې د روان ناورین دوام ته رابولي!
مولانا فضل الرحمن د ISI هغه مامور دی چې دېرش کاله یې خپل ګاونډي اسلامي ورور هېواد افغانستان، د پنجاب په اشاره په اور سیږلی دی.
مولانا فضل الرحمن ږیرور استخباراتي افسر د افغانستان د ورانولو مامور دی. هغه ماموریت چې پای نه لري او تر قیامته به روان وی.
پنجاب په خپل ګاونډ کې پیاوړی هندوستان او په پښو ولاړ، پرمختللی، امن، سوکاله او بریالی افغانستان نه شي لیدلای. له همدې امله یې مولانا فضل الرحمن قاضی حسین احمد، مولوی سمیع الحق، ملا فضل الله او نورو ملایانو، مولویانو او استادانو په مرسته په افغانستان کې د جهاد ډنډوره ژوندۍ ساتلې ده. هغه جګړه چې د افغانستان د ورانولو او تباهۍ له پاره طراحي شوې او جنرال ضیاالحق او جنرال اختر عبدالرحمن به دفاع پاکستان بلله. هغه جګړه چې د پاکستان یا پنجاب د ګټو د تضمین له پاره پیل شوې وه او اوس هم ښه په درز کې روانه ده.
په دې جګړه کې پنجاب افغانستان تر فیهاخالدون؛ پورې ړنګ کړ، پنجاب تمه درلوده چې د خپلو اجنټانو په مرسته به افغانستان دومره وځپي چې بیا د دوی په مخکې د درېدو وس ونه لري او د ډیورند او د پښتنو او بلوڅو د حقونو نارې اوچتې نه کړي!
افغانستان او پنجاب پخوانی دوسې لري چې تر اوسه لا نه دي فیصله شوي!
په هر صورت خبره د امریکا د دوه مخې تګلارې وه. امریکا هغه مولانا فضل الرحمن ته څه نه وایي او نوم یې د ترهګرو په تور لست کې نه لیکي چې دېرش کاله د افغانستان په ورانولو لګیا دی. هغه مولانا فضل الرحمن چې پاکستان ته یې د ډاکټر اشرف غني له سفر څخه یوه ورځ وروسته، بیا همغه زوړ سورڼی پو کړ او په افغانستان کې یې د جهاد دوام روا وباله او وې ویل چې خلک له پردیو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او دا جګړه به تر هغه روانه وي چې بهرنیان له افغانستان څخه نه وي وتلی!
مولانا فضل الرحمن په خپله خبره سم پوهېږي. هغه پوهېږي چې په افغانستان کې امریکایان دېره دي او جهاد د همدوی په ضد روان دی. که فضل الرحمن د امریکا نوم په زغرده نه اخلي، دا د ده کمال دی؛ خو هدف ښکاره دی.
خو امریکا بیا د مولا فضل الله نوم په تور لست کې لیکي چې چېرته پټ دی او یا به مخ کې وژل شوي وي! ملا فضل الله کله هم په اسلام آباد کې په رڼا ورځ، د رسنیو په مخکې د امریکا په ضد د جهاد خبره نه ده کړې؛ خو امریکا د یو بام او دوه هواوو تګلاره پالی، هغه په تور لست کې لیکي چې پټه خوله ناست دی؛ خو هغه ته څه نه وایي چې په رڼا ورځ جهاد اعلانوي او سرې سترګې ګرځی!
کېدای شي چې د مولانا فضل الرحمن خبره به د ISI نه؛ بلکې د امریکا د استخباراتو خبره وي او امریکا به د هغه ګټو د دوام له پاره چې موږ سم نه پرې بوهېږو د دې جهاد دوام ته اړتیا لري!
پای