کور / تازه خبرونه / غزني: جګړه کي ۱۷ پاڅون کونکو او ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

غزني: جګړه کي ۱۷ پاڅون کونکو او ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

په غزنی ولایت کی دپاڅون کونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کي ۱۷ پاڅون کونکواو۱۳ طالبانوته مرګ ژوبله واوښته
دغزني ولایت ځایی چارواکي وايي چي ددي ولایت داندړو ولسوالۍ په اړوندوسیمه کی دولسی پاڅون کونکواو وسله والوطالبانوترمنځ نښته سوی چي په دي نښه کی ۱۷ پاڅون کونکواو۱۳ وسله والوطالبانوته دمرګ ژوبله اوښتي .
دغزنی دوالی ویاندشفیق ننګ وویل،چی تیره شپه شاوخوا لس بجی وسله والوطالبانوداندړوولسوالۍ اړوندعلم کلاته څیرمه په ګردیزی سیمه دولسی پاڅون کونکوپرمرکز بریدکړی وو.
نوموړی زیاته کړه،چی وروسته دملی اردوځواکونه هم سیمی ته دپاڅون کونکومرستی ته ورغلی وو،چی دنښتی په پایله کی ۱۱ پاڅون کونکی او۷ تنه وسله وال طالبان وژل سوی اود۶ پاڅون کونکو په ګډون ۶ وسله وال طالبان ټپیان سوی دی
خودوسله والوطالبانوویاندذبیح الله مجاهدبیا په استولی ټلفوني پیغام کی ادعاکړي چی وسله والویی تیره شپه داندړولسوالی په علم کلاسیمه کی دسیمه ایزو پولیسوپرمرکزبرید کړی چی په پایله کی یی دقومندان عبدالله په ګډون نهه سیمه ایز پولیس وژلی اودهغوی وسلی یی هم له ځانه سره وړي دي.