کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې په ځانمرګي بريد کې ۱۰۰تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په پاکستان کې په ځانمرګي بريد کې ۱۰۰تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د.پاکستان د سند ايالت په شکارپور سيمه کې پر امام بارګاه ځانمرګي بريد سوی، چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول څه دپاسه سل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شکارپورپوليس وايي، چې د جمعې په ورځ د شعيه مسلمانانو په امام بارګاه کې ځانمرګي بريد سوی چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول څلور پنځوس تنه وژل سوي او شپږڅلوېشت نور ژوبل سوي دي. ځانمرګی بريد کوونکی هغه مهال کربلامولا نومي امام بارګاه ننوتی، کله چې په لسګونه شعيه مسلمانان د جمعې د لمانځه لپاره راجمع سوي و. په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د شکارپور روغتون وړل سوي دي.
د مجلس وحدت مسلمين مشر علامه آمين شهيدي پر امام بارګاه بريد په کلکو تورو غندلي او ويلي، چې که ترهګري په بشپړه توګه و نه ځپل سي، نو دا ناورين به ډېر ژر پاکستان هم له منځه يوسي.
انتهاري بريد په داسي وخت کې سوی، چې صدراعظم نوازشريف په کراچۍ کې د سند ايالت پر عمومي وضعيت امنيتي غونډه رابللې وه.
تېره مياشت هم پلازمېنه اسلام آباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې د شعيه مسلمانانو پر امام بارګاه بريد سوی و، چې په کې اته تنه وژل سوي و.
د پاکستان ولسمشرممنون حسېن، صدراعظم نوازشريف او يو لړ نورو سياسي او د مذهبي ګوندونو مشرانو د شکارپور بريد غندلی دی.
د بريد مسووليت وسله واله ډلې جندالله منلی دی. د يادې ډلې وياند فهدمروت له ناڅرګند ځايه رسنيو ته ويلي، چې د دوی هدف د شعيه مسلمانانو عبادت ځايونه دي.

www.facebook.com/rafiullah.mandokhail