کور / تازه خبرونه / بریالي شوي وزیران باید په ادارو کي چاپلوس کارکوونکي وپیژني

بریالي شوي وزیران باید په ادارو کي چاپلوس کارکوونکي وپیژني

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د ولسي جرګې له خوا د یوشمیر کاندید وزیرانو تاییدیدو او په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، بریالي شوي وزیران باید په ادارو کې چاپلوس کارکوونکي وپیژني.

ورځپاڼه وایي، له کله نه، چې ولسي جرګې اتو کاندید وزیرانو او د ملي امنیت ریس ته د باور رایه ورکړه، اوس ددې کسانو له کورونو سره د چاپلوسانو لیکې جوړې وي او غواړي مبارکي ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي، د تیرې جمعې او پنجشنبې په ورځو، چې رخصتي وه، ډیر دولتي کارکوونکي د مبارکۍ په پلمه د وزیرانو کورونو ته ورغلي وو.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې ولسمشر به د وکیلانو تر راګرځیدو پورې څه کوي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې ولسمشر باید د وکیلانو د رخصتۍ تر پایه وړ او مسلکي کسان د کابینې پاته پوستونو ته معرفي کړي او دا کار باید داسې وي، چې تیرې تیروتنې په کې تکرار نه شي.

لیکوال سپارښتنه کړې، چې راتلونکي کاندید وزیران باید دوه تابعیته نه وي او تحصیلي اسناد یي بشپړ وي.

مقاله لیکونکي ویلي، ولسمشر باید د وکیلانو د رخصتیو پر مهال ولایتونو له سرپرستانو خلاص کړي او پر ځای یې رسمي والیان مقرر کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې لیکلي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت د جوړیدو اعلان وکړ.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د اسلامي دولت د ویاند ابو محمد العدناني په حواله لیکلي، چې په دې ولایت کې له هند نه تر منځنۍ اسیا او ایران پورې سیمې داخلیږي.

ویسا په دې مطلب کې لیکلي، چې ددې ولایت والي د پاکستاني طالبانو مشر حافظ سعید او مرستیال یې ملا عبدالروف خام ګڼل شوي دي.

همدې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د امریکا وروستي اعلان چې داعش یې ترهګر او طالبان یې وسله وال یاغیان بللي، په هیواد کې د جګړې د بل پړاو پيل دی.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د د اسلامي دولت د مشر ابوبکر البغدادي هغه خبرې را اخیستي، چې ویلې یې دي، د القاعده سپین ږیري مشران اوس ویره لري، چې داعش به یې ځای ونیسي.