کور / تازه خبرونه / هلمند مدني ټولنې د فکر او عمل په نوم د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړه

هلمند مدني ټولنې د فکر او عمل په نوم د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړه

د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، په دغه لړۍ کې به هره اونۍ پر بېلابېلو ټولنيزو موضوعاتو د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو لخوا لکچرونه ورکړل شي.
بل خوا د پوهنتون استادان د فکر جوړولو لپاره ياده لړۍ اغېزناکه بولي او ژمنه کوي چې د هلمند مدني ټولنې سره به د يادې لړۍ پر مخ بېولو کې چټکه مرسته کوي.
هلمند مدني ټولنې د عامه پوهاوي د لړۍ پيل د مدني ټولنې پر پېژندنه وکړ، چې د پوهنتون استادانو، عامو خلکو او خبريالان برخه پکې اخيستې وه.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، په ټولنه کې د ځوانانو او عامو خلکو د فکر جوړولو او عامه پوهاوي خپرېدو لپاره يې ياده لړۍ راپيل کړه، دده په باور که د ټولنې د خلکو فکرونه سم شي نو ډېری ستونزې به هم حل شي.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې وويل: (( زموږ په ټولنه کې اکثره ستونزې د نه پوهاوي له امله رامنځته کيږي، چې ښه بېلګه يې د کورنيو ترمنځ تاوتريخوالی دی، د خلکو فکرونه مو نه دي جوړ، د فکر جوړولو لپاره عامه پوهاوي ته اړتيا ده چې له دې لارې به موږ خلک روزو تر څو هغه ستونزې چې د نه پوهاوي له امله رامنځته کيږي حل شي )).
بل خوا د پوهنتون استادانو چې د هلمند مدني ټولنې له لوري د عامه پوهاوي په دې لړۍ کې يې برخه اخيستې وه د لکچرونو ياده لړۍ د ټولنې د ځوانانو د فکر جوړولو لپاره اغېزناک بولي.
دوی دا هم وايې، چې د مدني ټولنې سره به اوږه پر اوږه د فکر او عمل ياده لړۍ مخته بيايي او پر بېلابېلو ټولنيزو او علمي موضوعاتو به لکچرونه ورکړي.
مدني ټولنې ياده لړۍ وروسته له هغه پيل کړه چې دوی په خپلو دوه کلنو څېړنو کې وموندله چې په ټولنه کې ډېری ستونزې د نه پوهاوي له امله رامنځته کيږي.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، ياده لړۍ به تر ولسواليو هم وغځوي او پر بېلابېلو ټولنيزو موضوعاتو د پوهاوي لپاره به د پوهنتون د استادانو په مرسته لکچرونه وړاندې کړي.