کور / خبرتیا او پيغامونه / افغانانو علمي او فرهنگي مرکز خبرتيا او بلنه

افغانانو علمي او فرهنگي مرکز خبرتيا او بلنه

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز
خبرتيا او بلنه

د ټولنې د ټولو محترمو غړو نه په ډېر درنښت هيله کوو چې خپل ماشومان د ټولنې په لاندينيو فعاليتونو کې د برخې اخستلو لپاره وهڅوي او په لاندينې وخت او پته يې را ولي. تر څو ددې فرصت نه د ګټې پورته کولو په واسطه خپله مورنۍ ژبه پیاوړې، د ښوونځي په نورو درسونو کې پرمختګ وکړي، د سپورت په ميدان کې د ښه صحت خاوندان شې او وځليږي. همدا شان د خپل کلتور او عنعنو سره نژديوالې ولري او خپل کلتور او ژبه پدې جلاوطنې کې ژوندې وساتي.

تعليمي کورسونه˸ د مورنئ ژبې (پښتو او دري)، اتڼ، ملي سرود، رياضي او نورد ښوونځي په درسونو کې د مرستې لپاره خپل ماشومان په لاندې پته او وخت راولئ. کورسونه به د راروانې يکشنبې يانې ۸ اتم د فیبروري نه پیل کيږي او د راجستر کولو اړتيا نشته.
وخت˸ هره يکشنبه د ماذديګر د څلور نيمو بجو نه تر اووه نيمو بجو.
Tid: Söndagar kl:16:30 – 19:00
Plats: Lindgårdens Mötesplats
Lindängplan 4, Malmö
د اړتيا په وخت کې زمونږ د ښوونې او روزنې د څانګې د مسؤل احمد ګل اندړ سره په لاندې شميره کې په اړيکه شئ. هيره دې نه وي چې دغه ماشومان ته به د دوبي (اووړي) په موسم کې د توسي ليلیی په تفريحي پروګرام کې د لمړيتوب حق ورکول کيږي.
Ahmad Gul Andarh: 073-576 68 67

سپورت˸ ټولنه پلان لري چې د مارچ په مياشت کې د خپلو غړو لپاره د واليبال او فوټبال د زده کړې کورسونه پيل کړي، البته دا کورسونه د هغو ځوانانو لپاره دي چې د والیبال او فوټبال په ډګر کې نوي وي. ددې کورسونو لپاره د ځان راجسترول اړين دي تر څو ټولنه د مينوالو په حساب خپل د فعاليت لپاره نور اقدامات لکه د سپورت د لوکال نيول، مهالویش او دتمرين لپاره نور مواد اماده کړي.
د اړتيا په وخت کې زمونږ د سپورت د چارو د مسؤل ميوند اغا سره په لاندې شميره په تماس کې شئ. هيره دې نه وي چې دغه ځوانان به د دوبي (اووړي) په موسم کې پر يو تفريحي پروګرام نازول کيږي.
Maiwand Agha073-6292522

د ټولنی اداره