کور / روغتيا / څرنګه د سترِس (روحي ستونزو) مخنیوی وکړو ؟

څرنګه د سترِس (روحي ستونزو) مخنیوی وکړو ؟

په نورماله توګه سترس اویا روحی فشارونه د ژوند یوه طبیعی برخه ګڼل کیږی چه د ژوند په مختلفو پړاوونو کی انسانان ورسره مخاخ کیږی خوا که هغه د زدکړو په دوران کی وی، د دندی تر سره کولو په وخت کی او یاهم د کورني او ټولنیزو ستونځو سره دمخامخ کیدو په وخت کی وي. ډیر وخت خلک د روانی فشار تر اغیزی لاندی راځی او ورځنی چاري یی د خنډ سره مخامخ کوی . روحی فشارونه ډیری وخت ژر تیریدونکی وی خو کله کله یو شمیر وګړی په مکرره توګه له یو شمیر ستونځو سره مخاخ کیږی چه داستونځی د روحی فشار کچه پورته وړی او دوخت په تیریدو سره د کورنیواو ټولینزو ستونځو لامل ګرځی . دلته مونږ د یو شمیر لارو چارو څخه یادونه کوو چه وکولی شو تر یوی اندازئ د روحي فشارونو په کمولو کی تری ګټه واخلو.

د روحی فشار سره د مقابلی لاری چاری:
مهم مسایل باید په منظمه توګه طبقه بندی او لومړیتوب ورکړل شي اود سرته رسولو لپاره یی په خپل وخت کړنی ترسره شی :
کله چه په یو کار کی له ستونځو سره مخامخ کیږئ اړینه ده چه پیښه شوی ستونځه له یو داسی چا سره شریکی شی چه درسره مرسته کولی شی او که یی مرسته نشوه کولی لږ تر لږه د یوی نیکی مشور ی ورکولو وړتیا خو باید ولري.
ورزش او منظم تمرین:
خپل فارغ وخت داسی پلان کړئ چه ورزش کولو ته په کی ځانګړی وخت ولری. ورزش کول هغه کارکونکو ته چه ټوله ورځ په څوکی ناست وی ډیر اړین ده .
د ځان لپاره هفتوار کاری مهال ویش جوړ کړی: په خپل کار ی مهال ویش کی د مطالعی لپاره ځانګړئ وخت په پام کی ونیسی د مطالعی محیط باید مناسب او ارام وی ، د مطالعی لپاره اړین توکی باید د مطالعی په ځای کی موجود وی. په ځانکړی توګه که چیری د مکتب او یا پوهنتون محصل وی نو هڅه وکړی چه د مطالعی په ځای کی مو زړه را ښکونکی انځورونه ولرئ.
کوم کارونه چه درته ستونځمن ښکاري د اهمیت پربنسټ یی لست کړی.
دالست مو د کار په خونه کی مخامخ وځړوی
تر سره شوي کارونه مو په نښه کړئ
کوم کارونه چه په دی اونی کی له کړنو څخه پاتی شی نو دراتلونکی اونی په کاری پلان کی یی په لیست کی ونیسئ.
خپل ځان مثبت ارزیا بی کړی : دمثال په توګه ننی کارونه می ډیر په سمه توګه سرته ورسول، ننی جلسه ډیره په زړه پوری وه ، نن ورځ می تر ټولو ښه وه اوداسی نور. نو کله مو هم چه خپل ځان مثبت ارزیا بی که د روحی فشار په مقابل کی مو مقاومت زیاتیږی، او دراتلونکی پلان شویو کارونو لپاره لانور ه ښه انرژی تر لاسه کوي.
تقدیرول: کله چه له یوه مشکل کار څخه بریالی راوزی ، ازموینه کی ښی نومری ترلاسه کوی اویا هم کله چه تر یوی ژوری مطالعی وروسته نوی معلومات تر لاسه کوی نو خپل ځان په خپله تقدیر کړی.
منظمه اومناسبه غذا خوړل: لکه سبزیجات ، میوه، لبنیات، اوداسی نور سهارنی خواراک کله هم مه پریږدی . دسهار لخوا په نهره د او بو څښل ، لږ تر لږه باید ۸ ګلاسه اوبه د ورځی وڅښل شي، قهوه او چایی سره ګذاره وکړی کوشش وکړی چه قهوه او چایی کم کړی.
خوب او ارام ورکونکی تمرینونه: زیاته بی خوبی د سترس لامل ګرځی او په پایله کی د ژور خفګان لامل هم کیدای شی ، اقلآ باید دشپی لخوا ۷-۸ ساعته خوب وشي. کله چه ډیر ستړی شوی او دنارامی احساس وکړی نو په ارمه څملی او یو څو ژور تنفس یا ساه واخلی او داعمل څو ځلی تکرار کړي. او ورسره لاندی تمرین هم تر سره کړئ.
د لس دقیقو لپاره په چوکی ارامه کینی
خپل تنفس ته مو پام وساتی
یوه ژوره ساه واخلی او تر ۳-۴ سانیو پوری خپله ساه وساتی او وروسته یی په ارامه ارامه بیرون اوباسی ، او دا کار څو ځلی تمرین کړئ.
دبدن مختلف عضلات مو په منظمه توګه کش اوسست کړی او داعمل څو ځله تکرار کړئ، د پښو له ګوتو یی شروع کړئ او تر پایه د ټول بدن عضلات مو په همدی توګه تمرین کړئ.
د یوی مودی لپاره مو ځان سست او شل ونیسی او خپل فکر مو هم را ټول کړی
د هری ستړیا وروسته حتما ژوره ساه اخلی او وجود مو سست نیسی
پلی تلل یا قدم وهل هم د روحی فشار له کمولو سره مرسته کو ي
کچیری مو زړه ډیر تنګ شو او دزیا ت روحی فشار تر تاثیر لاندی راغلی نو کولی شی ښه په زوره زوره وژاړی چه دا هم د روحی فشار په کمولو کی مرسته کوي
هڅه وکړی چه سهار وختی بیدارشی لمونځ په جمعه اداکړئ تر لمانځه وروسته د خپلی وسی سره سم فیزیکی تمرین وکړی
خپل ټول لمنځونه په خپل وخت ادا کوی د قران کریم تلاوت له پامه مه اوباسی
په خیریه کارونو کی ونډه واخلی
که له چا سره مو مرسته کولی شوله خپلی مرستی له چا څخه مه دریغ کوئ
نیکو دوستانو سره ناسته ولاړه کوي