کور / هستوي فزيک / د بوهر اټومي نظریه او وړانګي

د بوهر اټومي نظریه او وړانګي

بوهر اتومي نظريه: 1913 دنمارکی عالم نيلز بوهر نظر ورکړه
1. اتوم د يوی مرکزی هستی څخه چي مثبت چارج لري او الکترونو څخه چی شاوخوا يي تاويږي جوړ شوی
2. دهر عنصر د اتوم الکترونی مدارونه ثابت او مشخص حالت لری
3. متعادلو مدارو په شاوخوا الکترونو دوران تشعشع له ځانه سره نلري
4. د متعادل مدار ټولی برخي له هستی څخه مساوی فاصلی لري
5. الکترونونه هغه وخت تشعشع کوی چی له پاسنی مدار څخه لاندينی مدارته وخوځيږي
6. که اتوم له يو مدار څخه بل مدار ته ځی څومره انرژي چی يي اخيستی وی بايد په هماغه مقدار انرژي بیرته له لاسه ورکړی چي بل خپل حالت ته راځي h.v
د رونتګن د وړانګی ماهيت:
الکترو مقناطيسی څپی دي، د څپو اوږدوالی 0.1 مايکرو متر څخه تر 1 پوري، سرعت يي د نور معادل، د وړانګی ا نرژ يي e=h.v ، د هوا څخه د تيريدو په وخت کی ګازونه ايونايز کوی، د بدن په ژورو برخو کی نفوذ کوی.له بدن څخه تيريږی تصوير اخلی، چی کثافت د کومی برخی ډير وی له هغی نه تيريږی بيا سپين معلوميږي
د رونګتين د و ړانګی ډولونه
سختی: زياته انرژی لري، څپی اوږدوالی 0.14 انګيستروم، د 200kv ولتاژ سره تولديږي. د بدن د ژورو درملنو لپاره پکاریږی
نرمی: انرژي یی کمه، زياتی خپريدنی وړتيا نلري. ډير کيماوی تغيرات په نسجونو او حجرو کی نشی راوړای، د سطحی د درملنی لپآره پکاريږي. د څپی اوږدوالی، 0.7 انګيستروم 0.5 ، د 75kvڅخه تر 100kvولتاژ په لرولو توليديږي
د رونتګن وړانګو ځانګړتیاوي
نوري ځانګړتياوي:
انعکاس: په داسی سطحه باندی ولګيږي چي د هغی ټيټی او لوړی برخی نسبت ځليدلی څپی اوږدوالی ته کوچنۍ وي غبرګون کوی
ماتوالی: د ماتوالی ظريب یی يو ته نژدی دی، هغه منشورو چی د موم يا المونيم نه جوړ شو وی تیريږي، مګر د شيشی منشور چی 90درجی زاويه لرونکی وی ماتوالی ښايي
بیلتون: د رونګتين یوه مولد تیوب وړانګه د يو سربی دياګرام په زريعه د يو نازک بنډل سره محدوده شوی ده، چي په عمودی ډول طبعی کرستلی سطح باندی لګیږي له تيريدو څخه وروسته د عکاسی په اساسه انځور پاڼه لګيږي، څو ساعته وروسته انځور ښکاری چی د مرکزی لکو او نوری لکی چی شاوخوا یی احاطه کړی
کيمياوی ځانګړتياوی: طبابت کی کار اخیستل ، انځور د پاڼی پر مخ ښايي
فزيکی ځانګړتیاوي: ايونايزيشن رامينځته کوي او هم فلورسنس
رونتګن وړانګی متقابلی اغيزی او د هغه ميخانکي جذب:
کلاسيک شيندل،کامپيتون اغیزه،فوتو الکتريک اغيزه، جفت توليد، درڼا ویش
کلاسيک شیندل: د 10kev څخه کمه انرژی د فوتون د یوه اتوم سره لګیږی اتوم هيجانی کوی هدفی اتوم زر تر زره دغه زياته انرزژی دوهم پوتون په بڼه د لومړی پوتون سره مساوی ازادیږي، نتيجه کی د کلاسيک ټکر د وانګو د مسير تغیر بغیر د انرژی له تغير څخه دی
کامپيتون اغیزه: کله چی د فوتون انرژي 200000ev او دوه ميلونه الکترون ولټه پوري ورسيږي دغه پيښه رامينځته کيږي. کله چی دغه انرژی ولګیږي یو مقدار يي جذب کيږي چي الکترون د اتوم له مداره اوباسی چی دغه الکترون د کمپيتون د اتوم په نامه سره
فوتو الکتريک اغيزه: کله چی وړانګی په مکمل ډول جذب شی ایونايز صورت نیسی چي د فوتون د جذب ټکر رامينځته کوی نو په نتیجه کی الکترون چی له اتوم څخه خارجيږي
د جوړه زرو پيدايښت: که 1.2Mevانرژی څخه زياته انرژی په اتوم ولګیږی له وريځو تيريږی او د هستوی قوی له ساحی سره ټکر کوی اودوه مختلف الکترونونه چی مختلف بريښنايي چارج لري توليدوی، پوزيترون او الکترون
نوري تجزيه: کله انرژی له 10Mev څخه زياته شی کولای شی له وريځو او هستوی قوو څخه تيره او هستی ته داخله شی او د هستی د ماتيدو سبب شی چی دغی ته نوری تجزیه وای.
معادل دوز
معادل دوز داسی یو داسی فزيکی کميت دی چی په نسجونو کې د هر ډول ايونايزونکو وړانګو بيولوژيکی اغيزی په پام کې نيسي
په طبی سامانونو کې د وړانګی د اغيزی ښودل په راد او ګری سره ښودلای شو مګر د په يو ژوندی جسم باندی اغيزه نشو ښودلای نو نسبتی واحد ته ضرورت دی،
نسبی بيولوژيکی فکتور: RBE د اکسريز 250kev او يآ د کوبات شپيته راديو عنصر د ګاما وړانګی د مقياسی په موخه د ستندر وړانګو په توګه ټاکل شوی

د خطی انرژي فکتور: يو فزيکی کميت دی چي چارج لرونکی هستوی زری خپله حرکی انرژی د يوی بيولوژيی مادی سره د غبرګون په ترڅ کې له لاسه ورکوی او په نتيجه کې د اتومو د ايونایزیشن او تحريک سبب ګرځی، خطی انتقال په نسجو کی د خطی کرښو وهل شوی فاصلی، او چارج لرونکو بڅرکو منځی جذب شوی انرژي د تقسيم سره مساوی دی

د پورته دواړو مجموعه د کيفيت د فکتو په نامه ياديږي
معادل دوز=دوزجذب X د کيفيت فکتور
د انرژي دوز واحد ګری دی خو د معادل دوز واحد سیورت دی، په پخوانیو سیستمو کی ريم استمعاليده
1Rrm=rad.Qf,,,,, 1sv=100rem, 100rem=1Gy
5severt وړانګي کولای شی چی د انسان ژوند له لاسه يوسي.
د انسان د بدن څخه د عکس اخيستلو لپاره لومړی د اکسری له وړانګو څخه استفاده کيدله، وروسته لدي د سټي سکين له دستګاه څخه استفاده وشو، بيا له MRT ، او اوس مهال چي تری زياته استفاده کيږي له نورو څخه دقيقه ده.
چی دا له يو بل څخه په ا صل کې دقيق شوي دي خو نقصانات يي د انسانانو لپاره هم يو تربله زيات شوي دی.
د اولتراساونډ څخه د استفادی په وخت کې په اصل کې په داخل کې له غږه استفاده کيږي، يآنی په داخل کې يي غږ توليديږي د هغه غږ فريکونسی داسی عياره شوی وي چي انسانان يي غږ نه اوري، کله چی غږ توليد شی هغه ځي او د هغی انعکاس بيرته راځي،او په ژوندی ډول سره موږ ته عکسونه راښايي، التراساونډ د نورو الو په پرتله يو څه بی ضرره دی، کله چي موږ د انسان د بدن په داخل کې تيږي ماتوو نو هم له غږه استفاده کيږي.
د هستوی قوو ځانګړتياوي
هستوی قوی په ډير لږ واټن کی اغيزه کوي، د کولمب قانو په اساس پر يو بل قوی واردوی
هستوی قوی د اشباع وړ دي
هستوی قوی، پروتون- پروتو، نيوترون- نيوترون او پروتون او نیوترون ترمینځ مساوی دي
راديو اکتفيف مواد:
راديو اکتيف وړانګي: له دغه وړانګو څخه په زياتو ځايو کې استفاده کيږي، چي زياتره يي د طب برخه ده، د لمړی ځل لپاره د دوسن وکتور کشف کړی په 1876 کې
راديو اکتيف توکې: هغه توکو ته و يل کيږي چي هسته يي ثابته نه وي او له ځانه وړانګې خپروي.
راديو اکتيف په 2 ډوله دي يو يي مصنوعی او طبعي
هغه مواد چی اتومی نمبر يي له 83 څخه لوړ او اتومي وزن يي د 201 وي دغه مواد په خپل سر راديو اکتيف دي.
د الفا وړانګې مانع يو کاغز هم کيدلی شی، خو کله چي بدن ته داخله شی لکه د يو زخم له لاری، نو بيا خطر زيات دی، علت يي دا دی چي بيرته له بدنه نشی وتلای.
بيتا وړانګي مانع المونيم کيدلی شی يانی له المونيمو نشی تيريدلی، د انسان له پوسته تيريدلی شي.ګاما وړانګی مانع سرب
الکترومقناطيسی امواج: هغه دي چي د څپي اوږدوالی او پريکونسي ولری.
پريکونسي: د دورانو شمير په واحد وخت کې عبارت له پريکونسۍ څخه دی.
واحدات د وړانګي:
1. رونتګين rontegan نوموړی واحد د رونتګين لخوا په 1937 کال کې انتخاب شوی دی
2. راد rad ګری gy رم rem سيورت severt
رونتګين: عبارت له هغه مقدار وړانګي د خپريدو څخه دي چي په يو کيلو ګرم وچه هوا کې په اندازه د
R=2.58.10-4c/kgr-air ، د مثبت او منفی ايونونو په ستندر حالت کې يانی صفر درجی د سانتی ګريد او 760mmHg په دغه مقدار توليد کړي.
راد: واحد د دوز د جذب دی د وړانګو د ساتلو، يو راد د هغه مقدرا وړانګو څخه عبارت دی چي په 1gr د هری ماده کې 100erg انرژي ازاده کړي. Rad=100erg/1grammas
ګری:
1Gy=1jol/1kgrmas
هستوي ا نرژي:
کله چي د اکسری وړانګه کشف شوه له هماغه وخت څخه يي د طبی برخی سره اړيکه ټينګه کړی، د اکسری وړ انګه د اتوم د وړانګو څخه لاسته راځی، د اکسری له وړانګي څخه په مختلفو ځايو کې استفاده کيږي.
هستوی انرژي حاصتاً د ا توم په هستی پوري اړه لري، دا توم مدارونه هستوی فزيک پوري اړه نلري.
د ا توم هسته د پروتون او نيوترو څخه جوړه شوی ده، پروتون+نيوترون= اتومي وزن
هسته ولی بی ثباته کيږي نه؟
کيميا له نظره؛ نيوترونونه د عايق په ډول په هسته کې قرار لري، يانی د پروتونو لپاره يو عايق جوړوی نو ځکه هسته خپل ثبات له لاسه نه ورکړی، که چيرته داسی نه وای نو پورتونونه مثبت چارجونه لري پر يور بل به يي عمل کړی وی او هسته به له مينځه تللی وای.
د فزيک له نظره: په هسته کې لاندی څلور قوی موجودی دي چي هسته بی ثباتۍ ته نه پريږدي.
1. هستوي قوي قوي: چی د کوراک په نامه سره ياديږي ، دا خپله وړی وړی زري دي ، چي د زراتو په شکل سره عمل کی د دوی په مينځ کې تبادله صورت نيسي، چي دغه تبادله د ګلوګن په نامه سره ياديږی.
2. هستوی ضعيفه قوي: دا د يو کار ګر په شکل سره عمل کوي، يانی د زراتو پواسطه عمل کوی، نه پريږدي چی بی ثباته شي.کله چي يو له بل سره تبادله صورت نيسی نو نه پريږدي چي بی ثباته شی چی دغه عمليه د ويکون په نامه سره ياديږي،.
3. الکترومقناطيسي قوي: دا قوی داسی عمل کوي، خپله ا لکترون پروتون چي له کوارک څخه جوړ شوی دی، چي u او d دي ، چي u=2/3 او d=-1/3 يانی وی مثبت ا و منفی چارجونه لري، نو وايو چي مقناطيسی قوی رامينځته کوي نه پريږدي چی يو پر بل باندی عمل وکړي. چي د پوتونونو يا نوری زراتو په نامه سره ياديږي.
4. جاذبی قوه: د دوه جسمونه چی کتله ولري، د دوی ترمينځ جازبی قوه وجود لري، نو څرنګه چي په هسته کې زري وجود لري او د دوی ترمينځ فاصله ډيره زياته کوچنې ده نو دغه زرات يو پر بل با ندی عمل کوي، او ددی سبب يي ګرځي چي هسته بی ثباته نشي.
خو بلاخره داسی به ووايو چي پروتون تر اخيره پروتون ندی په دوه برخو باندی تجزيه کيږي، چي الکترون او پوزيترون، او نيوترون هم تراخيره نيوترون ندی نيوترون تجزيه کيږي په پرتون او الکترون باندی. د هستی په داخل کې دوه قانونه صدق کوي، د چارجونو د بقا قانون او د انرژۍ د بقا قانون.
ايزوتوپ، ايزو بار، ايزوتون، ايزومير
ايزوتوپ: دوه يا څو اتومونه د يو عنصر چی په هسته کې يي د پروتونو شمير مساوی او دنيوترونو یی سره فرق ولری، برقی چارج یی سره یو شان او کتلی سره مخالفی وی
ايزوبار: دوه يا څو اتومونه چی اتومی نمبر يي توپير وري اما اتومی وزن يي يو له بل سره مساوی، نوموړی عناصر د کيمآوی او فزیکی ځانکړتیاوی له مخی فرق لري
ايزوتون:؛ دوه يا مختلف عنصرونه چی د نیوترونو شمیر يی سره مساوی او پروتونو شمير يي فرق ولری
ایزومير: د يوه عنصر دوه اتومونه چی اتومی نمبر او اتومی وزن له ن ظره م ساوی او مختلفی انرژی ګانی ولري. دا پداسی حال کی وی چی ديوه هسته د تعادل په حالت کی او د بل نه وی
راديو اکتيف: په1876 کال کې دوسن وکتور لخوا وپيژندل شو.
راديواکتيف مواد دري رنګه وړانګي خپروي، الفا، بيتا او ګاما
په هسته کې چی پروتونه او نيوترونونه په تعادل حالت کې قرار لري، که د تعادل په حالت کې نشو هسته چوي.
طبعی راديو اکتيف مواد چي اتومی وزن 209 او اتومی نمبر يي 83 وي، خو لدې څخه کوچنی هم شته چی هغوی ته هم طبعی راديو اکتيف مواد ويلی شو. لکه K پوتاشيم چی اتومی وزن يي40 او اتومی نمبر يي 19 دی،يا C کاربن چي اتومی وزن يي 12 او اتومی نمبر يي 6 دی. يانی کيدای شی چي دغه هم طبعی راديواکتيف شی.
نوکله چي دغه هسته د تعادل په حالت کې نه وی دری قسمه وړانګی له ځانه خپروي الفا، بيتا، او ګاما
الفا وړانګه: دا د هيليوم له جنسه ده چی دوه نيوترونونه او دوه پروتونونه له ځانه خپروي. چارج +2 دی.
يو عادی کاغز يي د حرکت مانع ګرځي ، انرژي هم خپروي چي د 4 څخه تر 10 ميګااکترون ولټ په شاوخوا کې وي.
سرعت يي د نور د سرعت لسمه برخه جوړوي.15000Km/sec
په يوه سانتی متر هوا کی د 6000پوری ايونونه توليدوی
په هستوی چاودنه کی منځته راځي کتله یی

دغه وړانګه په هوا کې هم خپريږ چي په يو اتوم سفير فشار کې د 0.3Cm څخه تر 8.6cm پوری خپريږي، خو په اوبو کې تر څو ميکورن پوری خپريدلی شی.
بيتا وړانګه:
دا په دوه ډوله تجزيه کيږي بيا مثبت او بيتا منفی ، که منفی وو د الکترون له جنسه ده او که مثبت وو د پوزيترون له جنسه ده.
خپريدل يي په هوا کې د لس ممترو په اندازه سره دی، سرعت يي له صفر څخه تر نور سرعت پوری رسیږي،
المونيم ددې د حرکت مانع ګرځيدی شی
قدرت د نفوذ يي له الفا زيات دی،خو خطر يي د الفا کم دی ، چارج يي منفی دی. د الکترون له جنسه ده، کتله یی دهستی په پرتله صفر ده، په هوا کی د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي، په اوبو يا انساجو کس تر څو ملی متره پوری، د نفوذ قدرت یی د الفا سل برابره دی،
ګاما:
ددې جنس د نور له جنسه دی، يا الکترو مقناطيسی له جنسه دی. له سربو څخه نشی تيريدلی.
سرعت يي د نور سره برارر، کله چی د نور په سرعت سره خپريږی کتله يي په اتومی مقياس صفر ده.
په هوا کې د څو متره يا څو کيلو متره ده. په اوبو کې د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي. خطر يي هم شته ده.کتله يی په اتومی مقياس صفر ده، انرژيي د 10kev-100MEV تغير ورکوي
د طب په برخه کې د انسان د بدن د داخلی برخی د اخيستلو دنده سرته رسولای شی،
هستوی انرژي:
انرژي همبستګي يا د بانډينګ انرژي
د هر اتوم هسته د پراخه انرژيو درلودونکې ده، کله چي وغواړو چي معلوم کړو چی دا څومره ا نرژي لري، نو بايد په دوه برخو باندی پوهه شو.
اول: بانډينګ يانی د هستی د تړون انرژي دوهم: کتلوی نقصان باندی بايد پوه شو
بانډينګ انرژي: د اتوم په هسته کې نيوترون اوپروتون دي چی يو له بل سره تړلی دی،اوس غواړو دا له ثباته وباسو، هغه مقدار انرژي چي دغه کار ترسره کوی د هستی د بانډينګ د انرژي په نامه سره ياديږي.
کتلوي نيمګړتياوي: که يوه هسته په نظر کې ونيسو له نيوترون او پروتون څخه جوړه شوي ده. اتومی وزن يي مساوی دی په يا اتومی کتله يی مساوي ده په تعداد د نيوترونو + تعداد د پروتونو
که دغه محاسبات د spectrograph پواسطه لاسته راوړو او هم يي د فورمو پواسطه په لاس راوړو يو له بل سره فرق کوي چی دغه د کتلی نقصان شو پکې وجود لري.
هغه اله ده چی د هغه په زريعه د عناصرو اتومی وزن معلوميږی
مثال: که د پواسط يي محاسبه کړو، 2.014102amu او که د فورمو پواسطه يي محاسبه کړو نو لاندی قيمت ورکوي.1Z+1N=1.000665+1.007825=2.016490amu

دا مو د هايدروجن د يتريم لپاره محاسبه کړه
دا کمښت ځکه رامينځته کيږي چي ځينی ماده په انرژۍ باندی بدليږي تر څو د ثبات حالت وساتل شي.
تجزيي معادلات
نيمايي عمر: هغه ته ويل کيږي چی په هغه وخت کې د يو عنصر خپل نيمايي زرات تجزيه شی

ثابت دی ، د هر عنصر لپاره جدا قيمت لري.
بيالوژيکی عمر: هغه عمر دی، د خوراک له لاری انسان يا ژوندی جسم ته ورننوتلی راديو اکتيو موادو اندازه د فزيکی او بيالوژيکی پروسو لکه ميتابوليزم، ابزار او ترشح له لاری د لومړی وخت په پرتله نيمايي ته راښکته شی او په پايله کی نيمايي په بدن کی پاتی شی او نميایی له بدن څخه راوځی
متوسط عمرTa: هغه ته وای چپ د يو عنر راديواکتيوتی د لومړی وخت په پرتله د اويلر عدد په کچه کمښت پيدا کړی، e=2.7182 تجربو ښودلی ده چی
ياهغه عمر دی چی په هغی کې يوه زره تر کومه وخت پوری ژوند ته دوام ورکولای شی.

اغيزمن نيمايي عمر: هغه دی چي د هغی په تيريدو سره په بن کی د راديو اکتيو عنصر اندازه د لومړی وخت په پرتله ، ديوی خوا د فزيکی کړنلاری او بلی خوا د بیالوژيکی پروسو له لاری نميایی ته راولويږی

هغه عناصر چی د طبابت په برخه کې د راديو اکتيف کوی عبارت دی له انتيمون sb، موليبدنmo، نکلNi، مسcu، سلينوم se
راديو ا کتيف مواد:
په دوه ډوله دی طبعی او مصنوعی چی طبعی بيا په څلورو برخو ويشل شوی دي
1. يورانيم ګروپ: چي نيمايي عمر يي څلورنيم ميليارده کاله دی، وروسته له 15 واره تجزيي څخه په پايداره عنصر سربو باندی بدليږي، د هری برخی د تجزيي په وخت کې د الفا او ګاما وړانګی خپروي. له تجربو ثابته شوی ده چی ځمکه شپږ ميليارده کاله مخکی الله ج پيدا کړي ده.
2. اکتينيوم ګروپ: دا هم پنځلس کاله تجزيه کيږي.
3. توريم 232ګروپ: دا 11 ځلی تجزيه کيږي.
4. پلوتونيم او نيپتونيم سلسله:
مصنوعی راديو اکتيف
که يو عنصر هسته ثابته وی او هغه ليونۍ کړو يانی کله چي په نيوترون يي بمبار کړو.
ايوډين ثبات حالت کې دی دا چي کله په نيوترون باندی بمبار کړو داسی چی نيمايي عمر يي له دريو ورځو کم نه و ي او له څلويښتو بايد زيات نه وي.
د انسان په بدن کې اته ملی ګرامه ايوډين شته دی، چی شپږ. ملی ګرامه يي په مرۍ کې او دوه ګرامه يي په نور بدن کې وجود لري.
که د ايوډين جذب زيات شو هم ايوډين دی او که جذب يي کم شو هم ايوډين دی، يانی جاغوز جوړوي.
د وړانګو اغيزي او را ديو بيالوژي
وړانګي که له هری منبع څخه وی تخريب کوونکی دی، چی دا سبب د ايو نايزيشن ګرځي.
دا چی کله انساجو ته داخلی شی انساج تخربوي چی په نتيجه کې د مرضونو باعث کيږي. دا په ا صل کې ماليکولونه د تعادل له حالته وباسي. يانی په ماليکولونو کې تغير مينځته راوړي، د ود لري لکه اوبه ، اکسجن، هايدروجن، پاسپورسانسان بدن ډير مغلق او پيچلی دی ډير شيان پکې وجود لري.
د وړانګو اغيزي په سوماتيکو حجرو کی
هغه زيان ته وای چی د وړانګو ناوړه اغیزی ژر او يا ورسته په هغه چا کی ليدل کیږی چی بدن ته يي وړانګی رسيدلی وی، کیدای شی په اولاد یی هم تاثير وکړي، پدی کی لاندی فکتورنه شامل دی، د وړانګی ډول، د ذوزجذف، وخت او کچه
سوماتيک زيان په 2 ډوله دی
سوماتیک ژر ورانی: هغه ته و ای چی ناوړه اغيزی يي ژر ليدل کيږي،که له 200-200 سيورت پور وړانګی بدن ته ورسيږي د وينی په جووښت کی سمدلاسه تغير راولی، يا استفراق، نس ناستی، سر ګرځيدل همداسی نور په کوچنيانو يي تاثير زيات وی
سوماتيک وروستی ورانی: هغه دی چی څوکاله وروسته یی ورانی راوځی، لکه د سترګو ليد ورکیدل، د پوستکی سور کيدل، د ويښتانو لويدل.

پوزيترون: الکترون ته و رته مثتب چارج لري، 1925 د اندرسن لخوا کشف، عمر یی
نيوترونو: غيری عادی زره ده په 1930کال کی پاولی د دغه زری موجوديت فرض کړه،په 1934 کی فيرمی لخوا د منفی بيتا راديو اکتيو وړانګی په تجزیه کی د زری شتون اټکل شو، اوپه پایله کی په 1956 کی د رينس ا و ک ووان لخوا د تجزيي په نتيحه کی موجودیت حتميت وموند، جارح یی منفی، کتله يي د الکترون د کتلی 2000مه برخه ده
ميزونونه: د لومړی ځل لپاره د اندرسن لخوا شکف په 1938 کی په کهيانی وړانګو کی، دغه زرات د اتمسفير په لوړو طبقو کی د لومړنۍ کيهانی وړانګی د موادو د هستو د ټکر په پايله کی مينځته ر اخي،اوله دی ډولی څه دوه يي خاص اهميت لري، پای ميزون او مایکرو میزون، پای ميزون بيا په دری ډوله د ی پای مثبت، منفی او خنثا، ا ومایکور ميزون بيا په دوه ډوله دی منفی مایکرو او مثبت، چی د هر يو کتله د الکترون د کتلی څخه 207 ځلی وړه ده.