کور / خبرتیا او پيغامونه / احساس مجلې شپږمه ګڼه له چاپه راووته

احساس مجلې شپږمه ګڼه له چاپه راووته

د احساس مجلې په اډانه کې د هېواد په ځانګړي ډول د لوګر ولايت د تکړه ليکوالو او ژورنالستانو په سياسي، ټولنيزو او څېړنيزو راپورو او ګزارشونو سربيره، سياسي، فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزې او معلوماتي ليکنې راټولې شوې
چې د هرې طبعې لوستونکو تنده پرې خړوبېدلى شي.
د احساس مجلې پښتۍ رنګه په کلک کاغذ کې ترتيب شوې او د منځنيو پاڼو لپاره يې سپين کاغذ انتخاب شوى دى، چې په لوستو يې ښايي لوستونکي ارام اوخوندور احساس ولري.
په دې مجله کې هڅه شوې ټول هغه مسايل راټول شي چې د عام ولس د اذهانو د تنوير او روښانه کولو سبب ګرځي، په همدې اساس په هر ليکنه کې ديني او اسلامي ارزښتونه، انساني کرامت، بشري حقونه، د مېرمنو د حقوقو تحفوظ، د ملي يووالي ټينګښت، ځمکنۍ بشپړتيا، د سولې ارزښت او راوستل په کې له ورايه ښکاري.
د احساس ادارې نيت کړى چې له دې وروسته به احساس مجله په هر دریو میاشو کې په منظم ډول د لوستونکو تر لاسونو ورسوي او لوستونکي هم کولى شي احساس شپږمه ګڼه دلوګر د ځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولنی له کتابخاني ترلاسه کړي.