کور / سياسي / د روسانو ماتې که د سيمې بريا؟

د روسانو ماتې که د سيمې بريا؟

د ۱۳۶۷ د سلواغې شپږويشتمه د پخواني شوروي اتحاد پوځ خپله ماتې ومنله، په افغانستان کې تر نهه کاله تېرولو وروسته په ګونډو سول او دا هېواد يې پرېښود.
د روسانو په راتګ سره يوازې افغانستان هدف نه و، دوی د سيمې ډېر هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډيان لکه: ايران، پاکستان او غوښتل يې د هندوستان تر تودو اوبو پورې ورسيږي، په دې وخت کې روس د سيمې يو داسې لوی ښامار جوړ سوی و، چې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربايجان، ارمنستان او ماورالنهر هېوادونه يې تر ستوني تېر کړي و.
دا سور ښامار داسې عافي سوی و چې يوازې اسيا نه بلکې غوښتل يې چې په نړۍ باندې خپله لويه امپراطوري جوړه کړي، دوی د خپل وخت موډرنې سلاوې، قوي نظامي او تخنیکي وسايل، زميني او هوايي ځواک په درلودلو سره داسې لوی قوت و چې په نړۍ کې بل داسې قوت نه و چې د دوی مخه دې ونيسي.
نورو کوچنيو قووتونو لکه امريکا او برتانيه په خپلو کورونو کې له دې ښامار څخه بېرېدل او حتی ټولې نړۍ ځان خوندي نه باله.
دې سور ښامار د نړۍ د ټولو قوانينو خلاف په افغانستان تېری وکړ، دې تېري پوره نهه کاله وخت ونيو، افغانان د هېواد په لر او بر کې د دوی پر وړاندې راپورته سول، دوی داسې ظلمونه ترسره کړل چې؛ د بشر په تاريخ کې ساری نه لري.
ډلييزې وژنې يې وکړې، ماشومان، ښځې او بوډاګان يې شهيدان کړل او لوی لوی کلي يې تر خپلو توپونو لاندې کړل، چې اوس په ځينو ولايتونو کې پر هغه خلکو چې په ډلييز ډول شهيدان سوي دي څلي هم جوړ سوي دي.
د روسي لښکرو پر وړاندې د افغانانو بې سارې قربانۍ کې يو ميليون افغانان شهيدان، يو ميليون معلول او اوه ميليونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر سول چې په دومره لويه کچه د افغانانو قرباني به همېشه په نړيواله کچه د تاريخ په پاڼو کې ثبت وي.
دغه سره لښکر غوښتل چې افغانان د ځمکې له سره ختم کړي چې د پلټنو له مخې د هرو دوه افغانانو په سر دوی يو ماين زموږ په هېواد کې ښخ کړی دی، کله چې دغه سره لښکر زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه نو دا يې هم وويل چې زموږ ماينونه به زموږ له ماتې کلونه وروسته هم له افغانانو سره جنګيږي.
افغانانو دغه سره ښکېلاک ته په ماتې ورکولو سره هغه پياوړي قوتونه چې له روس څخه بېرېدل د هغوی پر وړاندې يې د روسي لښکرو قوت مات کړ او هغوی ته يې هم لار هواره کړه چې د روس پر وړاندې په پوره جرآت راپورته سي.

په داسې حال کې چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل و امريکا او نړۍ ته پکار نه وه چې، د روس له ماتې وروسته افغانستان يوازې پرېږدي، کله چې روس په ګونډو سو؛ امريکا په خپله مخه ولاړه او افغانستان يې د داسې ګاونډيو لومو ته ورپرېښود چې، هغوی له خدایه دا غوښتل چې افغانستان د دوی په لاسو کې کښېوزي.
پر ځای ددې چې د افغانستان د ولسونو قدردانی سوی وای د نړۍ ډېرو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيانو د افغانستانو په کورنيو چارو کې لاس وهنې وکړې.
ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ايران له وخت ګټه واخيسته او افغانان يې په تنظيمونو او ډلو ووېشل او د افغانانو هغه متحدوالی چې د روس په څېر قوت يې مات کړ له منځه يوړو او په کورنيو جګړو اخته سول.
که له يوې خوا ګاونډيو هېوادونو افغانان ډلې ډلې کړل، بل پلو امريکا هم نه غوښتل چې د مجاهدينو يووالی او قوت دې همداسې پاتې سي.
پاکستان يوازې دا نه چې د سور ښامار له حملې د افغانانو د قربانۍ په وسيله وژغورل سو بلکې د قوي اقتصاد خاوند سو، اټومي بټۍ يې ورغولې او د وخت څخه په ګټې اخيستنې يې ځان ورساوه.
خو د افغانانو په دې بې سارې قربانۍ سره سره پاکستان داسې نامردانه مداخلې په افغانستان کې وکړې چې د افغانستان د کورنۍ جګړې لوی لامل بلل کيږي.
بل پلو ايران هم زموږ هغه ګاونډی هېواد و چې تر خپله وسه وسه يې په افغانستان کې لاس وهنه وکړه او د کورنيو جګړو په پراختيا کې دوی هم لوی لاس لري.
ورته وخت کې د افغانستان هغه رهبران چې د جهاد او مقاومت دروند مسؤليت ورتر غاړې و، متاسفانه په دې ونه توانېدل چې دا با ارزښتنه بريا وساتي؛ دوی په خپلو منځونو کې د قدرت پر سر داسې شخړې وکړې چې، د جهاد سپېڅلی نوم يې تر خاورو لاندې کړ او هر مشر په دې نوم چې ګواکې جهاد يې کړی دی ځانته يې د واک او امتياز غوښتنه کوله، د دغه رهبرانو خپل منځي شخړې او د قدرت پر سر اختلافات دې حد ته را ورسېدل چې هر مشر په خپله سيمه کې ځانته حکومت کاوه، پاټکونه يې جوړ کړل، غلاوې، چپاو او نور ظلمونه خپل وروستي حد ته ورسېدل، بالاخره چې د دغه مشرانو به هر څه خوښه وه هغه به يې کول، د دوی دغه کړنو د سپېڅلو او رښتينو مجاهدينو ارمانونه تر خاورو لاندې کړل او په ټوله کې يې د جهاد نوم بدنام کړ.
که افغانانو د روس په څېر ستر او زوره ور ښکېلاک ته ماتې ورکړه نو دايې هم کولی سول چې د ګاونډيو له شره ځان خلاص کړي او د دوی مداخله ونه زغمي خو ځينو مشرانو د قدرت او واک په خاطر د ميليونونه افغانانو قربانۍ ته ونه کتل او ګاونډيو ته يې په خپل لستوڼي کې ځای ورکړ او دوی پخپله خپلې لمن ته داسې اور پورې کړ چې تر اوسه لا بل دی، خو په دې سترګې نه پټيږي چې قدرت پلوه مشرانو د سپېڅلو مجاهدينو او د افغان ولس په حق لوی تېری وکړ او داسې ناوړه کارونه يې وکړل چې زموږ اوسنی نسل د رښتينو مجاهدينو په اړه منفي فکر کوي.