کور / سياسي / وایي : تُورې دي لالا وهي ډوډۍ دي عبداللهُُُ ُ

وایي : تُورې دي لالا وهي ډوډۍ دي عبداللهُُُ ُ

په پښتو کې متل دئ چې وایي : ُ ُُتورې دلالا وهي ډوډۍ دعبداللهُُُ ُ

په افغانستان کې د۱۳۵۷ کال دغوایي داومې دکرغېړنې کودتا له امله دسردار محمدداودخان رژیم ړنګ. کمونستانودواک له اخیستو سره سم دوحشت او بربریت ترڅنګه دخپلو روسي بادارانو دراتګ له پاره لاره هواره کړه. دوحشي کمونستي نظام او روسانو له راتګ سره زمونږ غیرتي ملت سرښندنې او مهاجرت ته اړشو. څرنګه چې اسلامي افغاني فرهنګ دتاریخ په اوږدوکې دتیري ، ظلم ښکېلاک اوځبېښاک پرضد له مبارزو ډک او رنګین دئ، نو زمونږاتلانو دخپل دین، مذهب، ژبې اوکلتور دساتنې له پاره په ټینګه اسلامي عقیده او ایماندارۍ جهاد پیل کړ. دروسانواوسروښکېلاکګرو نړیواله نظامي ماته دیونیم میلیون افغانانو دوینو په بدل کې تمامه شوه. ددې سرښندنواو ملي مبارزوله امله ملي جبهې له تنکیو ځوانانو ډکې وې ، هرځوان دخپل وطن دساتنې له پاره دپتنګ په څېرخپل ځان ځاروو، داهغه ځوانان ووچې کریملین کې یې دکمونستي ښکېلاکګرو مشرانو زړونه وروچول ، هغوی په افغانستان کې دکمونستي رژیم دبریا هیله له ځانو سره ګورته یووړه. دې اتلانو دنړۍ ابرقدرت دې ته مجبورکړ چې افغانستان ته شا کړي اوپه تېښته وتښتي، نوځکه موږ دسلواغې ۲۶ په ډېر ویاړ سره ددغو اتلانو اتلولۍ او دسرولښکرو تېښته لمانځو.
په داسې حال کې چې دجهادي مشرانوزامن اوخپلوان د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې په زده کړه بوخت وو ،
خودغه اتلان اوشهیدان دعربي ملکونو، امریکې اوانګلستان له لوړوزده کړو خبرنه وو او نه یې دوه ګونی تابعیت پیژانده ، خوروسان یې له وحشت او بربریت سره سره په تېښته وتښتول . دسرولښکرو له وتو سره ځینې کمونستي او اسلامي ډلې په خپلومنځو کې سره یو او دروسانو اونوروګاونډیو دښمنانو په مشوره یې دډاکټرنجیب رژیم نسکور کړ. اسلامي حکومت دمجددي په مشرۍ رامنځ ته شو. ددښمن ګاونډي هېواد صدراعظم نواز شریف دافغانستان دملي اردو دړنګېدو نقل په ارګ کې ووېشل. په بېوزلي ملت یو بل ناورین پیل شو. جهادي مشران ظالم او جابر ته دسزا او مظلوم ته دحق دورکړې په بدل کې په خپل غم ځپلي ملت راوګرځېدل، دقدرت د ترلاسه کولو له پاره یې په زرګونو هېوادوال شهیدان او کابل یې په کنډواله بدل کړ. چورچپاول، ظلم اوتېری ترحده زیات شول ، بین الملي محکمې ته دروسانو دکشولو پوښتنه خو بیخي پرځای پاتې شوه، ټانکونه او نور نظامي وسایط دپاکستان په ښارونو کې کباړ شول لاتردې چې روغ ټانکونه هم اره اوپه کباړ خرڅ شول. ددوی خپل منځي جګړو او بې کفایتۍ دغیرتي ملت ټولې کارنامې دخوسا هګیو په څېر په دیوال وویشتې ، طالبانو ته دراتګ اوپاکستان ته د مستقیمې مداخلې زمینه برابره شوه. دامریکا، غربي ملکونو او دهغو دمتحدینو په ملاتړجهادي مشران یوځل بیا دطالبانو رژیم نسکوراو د قدرت په ګدۍ کېناستل. په تېرو څوارلسو کلونو کې دهغو یونیم میلیون شهیدانو نوم چا وانخیست کومو چې سرښندنې وکړې، تورې یې ووهلې او سرونه یې دوطن د ازادۍ له پاره قربان کړه اونه یې چا دکونډو او یتیمانو پوښتنه کړه ، دتورزنو کورنۍ اوس هم په غریبۍ اوبې وزلۍ کې ژوند کوي او هماغه محنت پرې روان دئ، کوریې ورانیږيي، ماشومان یې له درسو پاته کیږي . دسبا اوبېګاه ډوډۍ نه لري خپل ژوند ته حیران پاته دي چې څه وکړي. خو جهادي مشران دهغو د تورو له برکته سمه ډوډۍ وهي. په کابل کې رشوتونه اخلي ، جګ جګ تعمیررونه جوړوي ، دولتي ځمکې غصبوي، په زورله خلکو کورونه اوجایدادونه اخلي. او په حکومت کې زورواکي دي.
وروستي انتخابات او دګل مرجان قصه خو لا پرېږده چې په تېرو پنځو میاشتو کې لا تراوسه کابینه تکمیل شوې نه ده تېره ورځ مې دبي بي سي په ویب پاڼه کې ولوستل چې په اوسنۍ کابینه کې جهادي مشرانو ته ونډه نه ده ورکول شوې
ستاسو نظر څه دئ ما خپل نظر داسې ولیکه: ُ ُ که چېرې په تېرو دیارلسو کلونو کې جهادي مشرانو زموږ دغریب بې وزلي او مظلوم ملت له پاره څه کړي وي ، نوبیاحق لري چې داخبره وکړي. او که داسې نه وي نو جهادي مشران بیاقدرت د خپل ځان له پاره دجهاد په نوم غواړي. واقعیت دادئ چې په تېرو دیارلسو کلونو کې ، نه چا دیتیم لاس ونیاوو، نه چا دکونډو اوښکې پاکې کړې ، نه چادبیت المال ، ملي دارایي او دولتي ځمکوپه غصب صرفه وکړه، دوی چې هرڅه کړي دځان له پاره یې کړي نه دملت له پاره.ُ ُ
زما دانظر ځینو کسانو خوښ کړو او ځینې نور پرې خوښ نه وو. لاتردې چې وروسته مې دهغې غونډې جریان وکاته، چې دجهادیانو له خوا دروسانو دویستلو په اړه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې داسې کسان وو چې په اوسني حکومت کې دوی له قدرته کناره شوي، خود جهاد په نوم هلې ځلې کوي چې بیرته یو څه قدرت ترلاسه کړي او خپلې هغه ناشونې کړنې پټې کړي کومې یې چې دقدرت او توان په وخت کې کړي دي. په هغوکې داسې کسان هم وو چې دبې کفایتۍ له وجې یې دخپل وزارت بودجه مصرف نشوای کړای، په دې غونډه کې داسې کسان هم وو چې دجهاد په وخت کې ماشومان وو. او په هغه وخت کې دجهاد په نوم خبر هم نه وو، خواوس له یوسف خان سره ، سره توره دشیرینۍ په لور روان دي. او په دې غونډه کې داسې کسان هم وو، چې زمونږ دمجاهد ملت اسلامیت یې دالله ج دپاک او مقدس کتاب دایتونوپه واسط تر پوښتنې لاندې راوسته. خو دا جهادي مشر له دې ناخبره ده چې دده خپلې کړنې او اعمال دافغانستان په اوسنیو شرایطو کې ترپوښتنې لا ندې دي. هغو کې داسې کسان هم ۍ چې همدااوس په جرم اوفساد تورن دي . نور زه خپل مضمون په دې پای ته رسوم چې سرښندنې اوتورې وهل دهیواد رښتینو زامنو وکړل خو ډوډۍ به یې جهادي مشران خوري. و من الله توفیق