کور / شعر / (غزل) خاله!! خلاصیږي کله ستا د زوی مسافري؟

(غزل) خاله!! خلاصیږي کله ستا د زوی مسافري؟

ترخه مسافري دمجبورۍ مسافري
اخ مړه سوم هله راسه الوۍ مسافري

مودې کیږي دا یوسوال مې په ذهن کي راګرځي
خاله!! خلاصیږي کله ستا د زوی مسافري؟

درې پوړه کور دي څه کوم چي ته راسره نه یې
په اور دي خدای پسې کړه د دوبۍ مسافري

دا ومنه که وژنې مې راضي یمه جانانه.
زغملای نسم ستا درې کلنۍ مسافري

فیضی جانان مې بیا رو یبار ته داخبره کړې
پریږدمه په خاطر ددې جنۍ مسافري
تاریخ1393/11/25/